په پروان، بادغیس او فراه ولایتونو کې د ښځو دپیاوړتیا غونډه
![په پروان، بادغیس او فراه ولایتونو کې د ښځو دپیاوړتیا غونډه](/sites/default/files/2021-06/knfrans_twanmndy_sazy_banwan_ba_shar_az_twlyd_ta_bazar_dr_wlayt_hay_prwan_badghys_w_frah.jpg)
پنجشنبه: د غبرګولي۱۳مه۱۴۰۰
په پروان، بادغیس او فراه ولایتونو کې د تولید څخه تر بازار شعار سره د ښځو دپیاوړتیا غونډه ترسره شوه .
دغه غونډه د متشبثو او سوداګرو میرمنود لاسته راوړنو د ارزونې، په اړونده سکتورونو کې د هغوي د ستونزو د څیړنې،د سوداګرۍ د ودې پر شته فرصتونو، او د ستونزو په هکله د وړاندیزونو او حل لارو موندلو په اړه د حکومتي مسولینو ، مدني ټولنود استازو متشبثو او سوداګرو میرمنو په ګډون په یادو ولایاتو کې ترسره شوه.
د دې غونډې ترڅنګ، د میرمنو دمحصولاتو او لاسي صنایعو نندارتون هم نندارې ته وړاندې شو، چې موخه یې د ښځینه متشبثینو او سوداګرو پرځان بسیا کول دي.
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مشرتابه ژمن دی چې د کورنیو تولیداتو د ملاتړ او کارولو په موخه به سږکال کوردننه او بهر یو شمیر نندارتونونه ترسره کړی.