په پل چرخي صنعتي پارک کې د ماشومانود ډايپرونوصنعتي شرکت څخه دصنعت او سوداګرۍ وزير ليدنه

reza_admin
شنبه ۱۴۰۰/۳/۱ - ۱۳:۲۱
په پل چرخي صنعتي پارک کې د ماشومانود ډايپرونوصنعتي شرکت څخه دصنعت او سوداګرۍ وزير ليدنه

چهار شنبه دغوايي۲۹ مه ۱۴۰۰

 د صنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي نثار احمد غوریاني د پل  چرخي په صنعتي  پارک کې د ماشومانود ډايپرونو د بيلابيل ډولونو تولید کونکي  صنعتي شرکت څخه لیدنه وکړه او ددې شرکت له چارواکو سره یې ددوی په وړاندې پرننګونو او فرصتونو بحث وکړ.

ښاغلي غورياني ددې ليدنې په بهيرکې  ، د افغانستان د صنایعو او کانونو عمومی رییس او د خصوصي سکتور استازو هم ملګرتيا کوله.

 د صنعت او سوداګرۍ وزیر نثار احمد غوریاني وویل چې د هیواد په صنعتي پارکونو کې د تولیدي فابریکو څخه دليدنې موخه  د صنعت کارانو فرصتونه او ننګونې او د افغاني صنعت د تولید ظرفیت ترلاسه کول او د صنعتکارانو ستونزې حلول دي.

 ښاغلي غوریاني  د کورنیو تولیداتو په کارولو ټینګار وکړاو زياته يی کړه جې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د صنعتکارانو او دولتي ادارو په همکارۍ به د کورنیو تولیداتو د ورته محصولاتو تعرفې د کورنیو تولیداتو د ملاتړ په خاطر لوړې کړي.

 دلوګر صنعتي شرکت  ، په  کال  ۲۰۱۶ کې  په دې  برخه کې خپل فعالیتونه پیل کړل او اوس خپل محصولات د هیواد په بیلابیلو برخو کې پلوري.

 دا صنعتي شرکت ، له اروپایی هیوادونو او چین څخه د اړتیا وړ خام توکي ترلاسه کوي او د هیواد 50 تنو اتباعو لپاره يې د کار کولو فرصتونه رامینځته کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۹:۲۹
Background image
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۸:۲۴
Background image

د چین د نړیوالې سوداګرۍ د ودې شورا مرستیال او د افغانستان ا.ا د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال تر منځ د لیدنې راپور

د چین د نړیوالې سوداګرۍ د ودې شورا مرستیال ښاغلي چین جیانان د افغانستان ا.ا د د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال  او پلاوي ته تود هرکلی

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۵ - ۸:۳۱
Background image

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین مولوي احمدالله زاهد د چین هیواد د ګمرکونو د عمومي ادارې له مرستیال سره و کتل

تیره ورځ د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال، ښاغلي احمدالله زاهد، د چین د ګمرکاتو د عمومي ادارې له مرستیال سره رسمي کتنه ترسر

BACK TO NEWS