په کابل کې دمصر دعربِي جمهوریت له میشت سفیر سره دصنعت او سوداګرۍ وزیر لیدنه
پنجشنبه :دسلواغې ۲۳ مه ۱۳۹۹
دصنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي نثار احمد غوریاني، په کابل کې دمصر دعربِي جمهوریت له میشت سفیرښاغلي احمد محمد اسماعیل عثمان دخپل کار په دفتر کې وکتل او ددواړو هېوادونو تر منځ یې دسوداګریزو او اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې اترې وکړې.
په دغه ناسته کې دصنعت او سوداګرۍ وزیر ددواړو هېوادونو ترمنځ دبیلابیلو ترانزیټي مسیرونو او هوایي دهلیزونو له لارې دصادراتو او سوداګرۍ پر پراختیا ټینګار وکړ.
په کابل کې دمصر دعربِي جمهوریت میشت سفیر ښاغلي اسماعیل عثمان هم وویل چې هېواد یې له افغانستان سره دسوداګریزې او ترانزیټي برخې دپراختیا غوښتونکی دی.
په پای کې دواړو لورو دراتلونکې لپاره ددواړو هېوادونو تر منځ سوداګریزې او ترانزیټي اړیکې ښې وبللې او دلاپراختیا لپاریې خپل ډاډ څرګند کړ.