په کابل کې د ازبېکستان جمهوریت د تولیداتو او محصولاتو نندارتون پرانیستل شو

anwar_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۵/۳۰ - ۱۵:۶
په کابل کې د ازبېکستان جمهوریت د تولیداتو او محصولاتو نندارتون پرانیستل شو

شنبه ۱۳ صفرالمظفر ۱۴۴۶ / ۲۷ زمری ۱۴۰۳

د افغانستان د اسلامي امارت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال محترم عبدالغنی برادر آخند، د ازبېکستان جمهوریت لومړي وزیر ښاغلي عبدالله عارف‌اف، د افغانستان د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر محترم الحاج نورالدین عزیزي او د ازبېکستان د پانګونې، صنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي لزیز قدرتوف، د افغانستان او ازبېکستان تر مینځ د سوداګریزې ناستې په څنډه کې، په کابل کې د ازبیکستان د تولیداتو او محصولاتو نندارتون پرانیست.

پدې نندارتون کې په بېلابېلو سکتورنو کې د ازبېکستان هېواد محصولات او تولیدات لکه د موټرو بېلابېل ډولونه، ګړندي مزل وهونکي، بار وړونکي، مسافر وړونکي، د اور لګېدنې ضد،جرثقیل، بېلابېل ډول زراعتي ماشینونه، خوراکي توکي، د اغوستنې وړ لباس، برقي سامان آلات، غالۍ د دریو ورځو لپاره نندارې ته وړاندې شوې دي.

د یادونې وړ ده چې د دې نندارتون په پرانیست غونډه کې د افغانستان د اسلامي امارت او ازبېکستان جمهوریت ګڼ چارواکي او مشران او د دواړو هېوادو د خصوصي سکتور استازو هم ګډون درلود.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

لوګر کې د مس‌عینک تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ ملي نندارتون پرانستل شو

د کورنیو محصولاتو او تولیداتو دغه نندارتون، چې د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رياست په همکاري د مسلم ابراهیمي بازار موندنې شرکت له خوا

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۰:۳۳
Background image

د هند د سوداګرۍ له وزیر سره د صعنت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د صعنت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمد الله زاهد په نوې ډهلي کې د هند د صنعت او سوداګرۍ له وزیر ښاغلي جیتین

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۲۸
Background image

په هرات ولایت کې لس فابریکې افتتاح شوې

سه شنبه په هرات ولایت کې د لسو صنعتي فابریکو د افتتاح مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد،

BACK TO NEWS