په کابل کې د ترکیې له سفیر سره کتنه
یکشنبه ۲۲ جمادی الاول ۱۴۴۶ / ۴ قوس ۱۴۰۳
د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست محترم الحاج نورالدین عزیزي، په کابل کې د ترکیې له سفیر محترم "جنک اونال" سره لیدنه وکړه.
پدې کتنه ترکیې ته د الحاج عزیزي د سفر او د استانبول د نړیوال حلال ۲۰۲۴ نندارتون په پرانیست غونډه او نورو پروګرامونو کې د هغه د ګډون او په ترکیه کې د افغانستان د پلاوي د لیدنو او ناستو په تړاو خبرې وشوې او نظرونه سره تبادله شول.
ټاکل شوې ده چې محترم الحاج نورالدین عزیزي د ترکیې جمهوریت په رسمي بلنه د استانبول حلال ۲۰۲۴ په نندارتون کې چې د ۲۰۲۴ زېږدیز کال د نوامبر له ۲۷مې تر دېرشمې نېټې په استانبول کې جوړیږي، ګډون وکړي.