دتولیدي شرکتونو د ستونزو او ننګونو ارزونه

reza_admin
شنبه ۱۴۰۱/۳/۱۴ - ۱۶:۵۸
دتولیدي شرکتونو د ستونزو او ننګونو ارزونه

شنبه دغبرګولي ۱۴نیټه: ۱۴۰۱ کال

ښاغلی سید جاوید سادات د لومړنیو صنایعو رئیس   ننګرهارولایت ته  په خپل سفر کې د کرنیزو محصولاتو د تولید فابریکو په ځانګړې توګه د چرګانو د دانې د تولید فابریکې له استازو او مسئولینو سره وکتل؛  د هغوی ستونزې او ننګونې وڅیړلې.

 یاده غونډه چې د دې ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست په همغږۍ په لاره اچول شوې ، په پیل کې ښاغلي سادات د صنعت او سوداګرۍ وزارت لاسته راوړنې او برنامې تشریح کړې او د متقاضی شرکتون د ترجیحي تعرفې داسنادو  د طی مراحلو ، او صنعت کارانو ته د آسانتیا د راوستلو په اړه يې بشپړ معلومات  وړاندې کړل همدارنګه  د ننګر هار ولایت صنعت کارانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت له دوامداره ملاتړ او پاملرنې څخه مننه وکړه او خپله خوښي څرګنده کړه او هریوه د شته فرصتونو او ننګونو په اړه څرګندونې وکړې  او له دې وزارت څخه د لاډیر ملاتړ غوښتونکي شول.

دغونډې په لړ  کې د لومړنیو صنایعو رئیس  ښاغلي سید زیاته کړه او وویل:  د صنعت او سوداګرۍ وزارت پالیسي له کورنیو تولیداتو څخه ملاتړ دی او د صنعت کارانو د ستونزو او خنډونو د حل لپاره به خپلې هڅې ونه سپموي.

په اخر کې ښاغلي سادات له ورسره پلاوي سره د ننګر هار ولایت د کرنې او مالدارۍ خونې څخه لیدنه وکړه او ددې خونې له مشرتابه غړو سره یې د کاري پیاوړتیا د وضعیت په اړه یی په مفصله توګه خبرې وکړې.

د یادونې وړ ده چې یاد سفر دصنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست ښاغلي نورالدین عزیزی،پر هدایت ترسره شوی دی.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۹:۲۹
Background image
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۸:۲۴
Background image

د چین د نړیوالې سوداګرۍ د ودې شورا مرستیال او د افغانستان ا.ا د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال تر منځ د لیدنې راپور

د چین د نړیوالې سوداګرۍ د ودې شورا مرستیال ښاغلي چین جیانان د افغانستان ا.ا د د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال  او پلاوي ته تود هرکلی

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۵ - ۸:۳۱
Background image

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین مولوي احمدالله زاهد د چین هیواد د ګمرکونو د عمومي ادارې له مرستیال سره و کتل

تیره ورځ د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال، ښاغلي احمدالله زاهد، د چین د ګمرکاتو د عمومي ادارې له مرستیال سره رسمي کتنه ترسر

BACK TO NEWS