ارزګان؛ اوه زره جریبه ځمکه کې صنعتي پارک جوړېږي
شنبه ۶ رمضان المبارک ۱۴۴۵ / ۲۶ کب ۱۴۰۲
ارزګان کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت ځايي مسؤلین وايي چې د دې ولایت په خیر اباد سیمه کې په اوه زره جریبه ځمکه کې پراخ صنعتي پارک جوړوي.
په همدې مناسبت د دې ولایت والي مولوي عنایت الله شجاع د صنعت او سوداګرۍ ولایتي رئیس محمد داود شاهین او یو پلاوي په ملتیا له یادې سیمې څخه لیدنه وکړه.
د سرچینې په وینا د ولایت رهبرۍ ټاکل شوی ځای له هره اړخه مناسبه وباله او په ډې مهم کار کې يې د هر ډول مرستې او همکارۍ ژمنه وکړه.