امنیتي ارګانونو سره د همغږي ناسته ترسره شوه
سهشنبه مورخ 9صفرالمظفر 1444/15سنبله 1401
د صنعت او سوداګري وزارت مرستیال ښاغلي مولوي قدرت الله جمال په حضور کې د امنیتي ارګانونو له استازو سره د همغږي ناسته وشوه.
نوموړې ناسته نن غرمه مهال د ښاغلي جمال په کاري دفتر کې ترسره شوه چې پکې د وزارت اړوند ځینې مهم امنیتي موضوعات بحث شول. مرستیال وزیر د امنیتي ادارو سره د وزارت همغږي مهمه وبلله. په وینا يې د سوداګري لپاره ډاډمن چاپېریال رامنځته کول د ښکېلو ادارو ګډه وجیبه ده. د امنیتي ارګانونو استازو د خپلو خبرو په ترڅ کې د سوداګریزو فعالیتونو لپاره د امنیت د لا ټينګښت ډاډ څرګند کړ. د ناستې په پای کې د سوداګري وزارت مرستیال ښاغلي جمال د پلاوي له راتګ مننه وکړه.