اوکراین په افغانستان کې پانګوونې ته لیواله دی

yonus_shafaq
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۷/۲۹ - ۱۴:۵۱
اوکراین په افغانستان کې پانګوونې ته لیواله دی

دوشنبه دتلې ۲۸ مه ۱۳۹۹

دصنعت او سوداګرۍ سرپرست او نوماند وزیر ښاغلي نثار احمد غوریاني دخپل کار په دفتر کې داوکراین هېواد دسوداګرۍ خونو له مدیره پلاوي او ددغه هېواد له یوشمېر لویو سوداګرو سره وکتل.

په دغه غونډه کې دافغانستان دسوداګرۍ او پانګونې خونو مدیره پلاوي ریس ښاغلي توکل احمد یار، ددغې خونې دعامل پلاوي ریس ،سکتوري ریسانو او دصنعت او سوداګرۍ وزارت یو شمې مشاورینو ګډون کړی وو.

داوکراین جمهوریت دسوداګرۍ او پانګوالو خونې مدیره پلاوي په ډاګه کړه چې غواړي په افغانستان کې دسوداګرۍ خونې په جوړولو،په افغانستان کې داوکرایني سوداګرو لپاره دپانګونې داسانتیاوو برابرول، همداراز په افغانستان کې داوکرایني پانګوالو لپاره په بېلابېلو سکتورونو کې دفرصتونوپېژندنې په اړه له ښاغلي نثار احمد غوریاني سره خبرې اترې وکړې.

دصنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر ښاغلي نثار احمد غوریاني دیاد پلاوي غوښتنو ته دهرکلي ترڅنګ دافغانستان دفدراسیون خونوته لازم هدایت ورکړ، ترڅو په بېلابېلو سکتورونو کې داوکرایني پانګوالو لپاره دپانګونې زمینه برابره او په صنعتي پارکونو کې هم دپانګونې اسانتیاوې برابرې کړي.

په پای کې دواړو لورو دافغانستان او اوکراین ترمنځ دسوداګریزې راکړې ورکړې په برخه کې پراختیا هیله بښونکې وبلله او یو بل ته یې دلاډیرو همکاریو ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۴:۵
Background image

د ا.ا.ا.  د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي اړیکو رئيس او د صنعتي پارکونو له لوی رئیس، د هند د ټوکر (ټکسټایل) وزارت له مسوولینو سره وکتل

په دغه ناسته کې د افغانستان او هند تر منځ د اقتصادي او صنعتي همکاریو پر پراخېدو او پیاوړتیا په ځانګړي ډول، دواړو خواوو د پنبې د تولید او پروسس، د بشري ظرفیت لوړونې، د صنایعو د معیاري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۵:۵۲
Background image

د ریاست الوزرا عالي مقام اقتصادي مرستیال الحاج ملا براردر اخند په کندهار ولایت کې د نساجي صنعتي پارک په رسمي ډول افتتاح کړ

په یاد صنعتي پارک کې د سړکونو جوړولو او کانالیزاسیون پروژه هم پیل شوه چې څه باندي ٢٨ میلیونه افغانۍ ارزښت لري چې د یاد صنعتي پارک

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

لوګر کې د مس‌عینک تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ ملي نندارتون پرانستل شو

د کورنیو محصولاتو او تولیداتو دغه نندارتون، چې د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رياست په همکاري د مسلم ابراهیمي بازار موندنې شرکت له خوا

BACK TO NEWS