داوکراین دلومړي وزیر له مرستیال سره دافغانستان د دولتي او خصوصي سکتور پلاوي لیدنه

yonus_shafaq
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۵ - ۱۵:۴۵
داوکراین دلومړي وزیر له مرستیال سره دافغانستان د دولتي او خصوصي سکتور پلاوي لیدنه

دوشنبه دکب ۲۵مه ۱۳۹۹

دصنعت او سوداګرۍ وزیرښاغلي نثار احمد غوریاني ، چې د اوکراین جمهوریت ته یې دحکومتي او خصوصي سکتور پلاوي په مشرۍ سفر کړی ، ددغه هېواد د لومړي وزیرله مرستیال ښاغلي یورسکی هوله سره وکتل او د اقتصادي او سوداګریزې همکارۍ پر پراختیا یې خبرې وکړې.

د دصنعت او سوداګرۍ وزیر د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهور رئیس جلالتمآب محمد اشرف غني درناوی او نیک تمنیات د اوکراین د جمهوري ریاست د لومړي وزیر مرستیال ته وړاندې کړل او زیاته یې کړه چې په بیلابیلو برخو کې د دواړو هیوادونو تر منځ د دوه اړخیزو همکاریو زمینه موجوده ده او دوی غواړي چې د دې د پراختیا لپاره هڅه وکړي.

ښاغلي غوریاني د افغانستان اوکراین د ګډ کمېسیون د دوهمې ناستې د خبرو پراغیزمنتیا د ټینګار ترڅنګ وویل چې د دواړو پلاوو د مشرانو ترمنځ لاسلیک شوی هوکړه لیک مهم رول لوبوي. او ددواړو هیوادونو تر منځ د دوه اړخیزو همکاریو په پیل کې اغیزمن دی.

ښاغلي غوریاني له یاد هېواد سره د سوداګرۍ د زیاتوالي ترڅنګ وویل چې په افغانستان کې په بیلابیلو سکتورونو کې د پانګونې ډیر فرصتونه شتون لري او اوکرایني پانګه وال کولی شي په دې برخو کې پانګونه وکړي.

ښاغلي هوله زیاته کړه چې د اقتصادي او سوداګریزې همکارۍ په اړه د اوکراین - افغانستان د ګډ کمېسیون لومړۍ او دوهمه ناسته د دواړو هیوادونو تر منځ د اقتصادي اوسوداګریزو اړیکو د پراختیا پیل دی.

د غونډې په پای کې ، دواړو لورو د افغانستان او اوکراین د حکومتونو ترمنځ د ګډ کمیسیون د دوهمې ناستې د هوکړه لیک پر پلي کیدو ټینګار وکړ هغه چې د دواړو هیوادونو د استازیو ترمنځ لاسلیک شو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۲۸
Background image

په هرات ولایت کې لس فابریکې افتتاح شوې

سه شنبه په هرات ولایت کې د لسو صنعتي فابریکو د افتتاح مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد،

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۱۱
Background image

نړیوالو بازارونو ته د افغاني محصولاتو د رسیدو په موخه ستر ګام

 نن یکشنبه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په حضور کې د یاد وزارت د سوداګرۍ چارو لوی رئیس الحاج ملا جنت ګل اخند،

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۴:۳
Background image

د پاکستان د HRL شرکت د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د پانګونې ژمنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، محترم مولوي احمدالله زاهد، د پاکستان

BACK TO NEWS