دتخار ولایت دمېرمنو دلاسي صنایعو نندارتون پرانیستل شو
دوشنبه ۲۸ میزان ۱۳۹۹
دیوې ولایتي برنامې له مخې دتخار ولایت دمتشبثو مېرمنو دلاسي صنایعو دهڅونې او له هغوی څخه دملاتړ په موخه دیوې برنامې له مخې دهغوی لاسي صنایع نندارې ته ایښودل شوي وو.
هغه غونډه چې په همدې موخه جوړه شوې وه دتخار ولایت ښځینه سوداګرو او دخصوصي سکتوراستازو دخپلو کاري برنامو دپراختیا په موخه په خپلو کې خبرې سره وکړې او په دې برخه کې یې دخپلو کاري پلانونو دپراختیا په اړه بحث تر سره کړ.