دسولې دعالي شورا له لومړي مرستیال سره دصنعت او سوداګرۍ وزارت دوزیر لیدنه

شنبه، دلیندۍ ۲۲مه ۱۳۹۹
دصنعت او سوداګرۍ وزارت وزیر ښاغلي نثاراحمد غوریاني دافغانستان داسلامي جمهوریت دسولې عالي شورا له لومړي مرستیال ښاغلي، دوکتور عنایتالله بابر فرهمند سره د ده دکار په دفتر کې وکتل .
ددغې لیدنې پرمهال دسولې دخبرو په بهیراو دسولې له راتلو وروسته، دصنعت او سوداګرۍ په اړه په یو شمېر برنامو خبرې اترې ترسره شوې
په یاده لیدنه کې ښاغلي دوکتور عنایت الله بابر فرهمند له پارلمان څخه په غوڅ اکثریت رایو اخیستلو دصنعت او سوداګرۍ وزارت ته دښاغلي نثار احمد غوریاني دبریا مبارکي ورکړه .
همداراز ښاغلي غوریاني په دې اړه دملت داستازو له اعتماد او باور څخه دمننې ترڅنګ زیاته کړه چې په افغانستان کې دصنعت او سوداګرۍ دلا ښه پرمختګ لپاره اړونده برنامې تر لاس لاندې لري .
ښاغلي غوریاني داهم وویل چې دسولې په راتګ سره به په افغانستان کې دصنعت او سوداګرۍ لمن لاپراخه او دپراختیا په موخه به یې هڅه وکړي.