دمېرمنو د سوداګرۍ او صنایعو خونې له مدیره پلاوي سره د صنعت او سوداګرۍ د سرپرست او نوماند وزیر لیدنه

دتلې ۲۲مه ۱۳۹۹
د صنعت او سوداګرۍ سرپرست او نوماند وزیر ښاغلي نثار احمد غوریاني د مېرمنو د سوداګرۍ او صنایعو خونې له ریسې آغلې افسانه رحیمي، مدیره پلاوي او یو شمېر غړو سره وکتل.
په دغه ليدنه کې د کورنیو توليداتو په اړه د دوه اړخیزه همکارۍ او دیادو تولیداتودمصرف په اړه خبرې اترې وشوې.
دصنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر ښاغلي غوریاني ژمنه وکړه چې دمیرمنو دصنعت او سوداګرۍ دپراختیا او ودې په موخه به هیڅ راز هڅې او مرستې ونه سپموي او همدا راز هڅه به وکړي چې په کار پوه او تحصیل لرونکې مېرمنې به دیاد وزارت په خالي بستونو کې وګوماري.