دهرات ولایت دصنعتي ښارګوټي دڅلورم فاز پرانیسته

yonus_shafaq
یکشنبه ۱۳۹۹/۹/۳۰ - ۹:۱۷
دهرات ولایت دصنعتي ښارګوټي دڅلورم فاز پرانیسته

پنجشنبه: دلیندۍ ۲۷مه ۱۳۹۹

دهرات ولایت دصنعتي ښارګوټي څلورم فاز دکورنیو تولیداتو دزیاتوالي په موخه دشانداره مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شو.

د پرانیستې په یادو مراسمو کې دصنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي نثار احمد غوریاني، دافغانستان دسوداګرۍ او پانګونې دخونې درهبرۍ پلاوي غړواو ددغه ولایت دصنعت خونې رهبرۍ ، ګډون کړی وو.

په دغه غونډه کې ښاغلي غوریاني وویل چې دهرات ولایت دصنعتي ښارګوټي په څلورم فاز کې دکورني صنعت دودې په موخه دوه سوه نمرې ځمکه پانګوالو ته ورکول کیږي او ټینګار یې وکړ چې په هېواد کې دصنعت او سوداګرۍ وده یې په کاري لومړیتونو کې ده.

دښاغلي غوریاني په وینا، دصنعت او سوداګرۍ وزارت نوې برنامې به دافغانستان په صنعتي پارکونو کې دتولیداتو دډیر والي لامل شي او وایي چې دیاد ښارګوټي دڅلورم فاز پرانیسته په اوسنیو حالاتو کې دهېواد داقتصادي پرمختګ لپاره یو مهم ګام دی.

دیادونې وړ ده چې ددغو مراسمو په ترڅ کې دافغانستان دسوداګرۍ او پانګونې او صنایعو خونې درهبرۍ پلاوي غړو، دافغانستان داسلامي جمهوریت ددولت له ځانګړې پاملرنې څخه مننه وکړه ، همداراز دصنعت او سوداګرۍ وزارت وزیر له خلکو څخه وغوښتل چې افغانستان ته د وارداتو دکموالي په موخه دې له کورنیو محصولاتو ګټه واخلي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۲۸
Background image

په هرات ولایت کې لس فابریکې افتتاح شوې

سه شنبه په هرات ولایت کې د لسو صنعتي فابریکو د افتتاح مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد،

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۱۱
Background image

نړیوالو بازارونو ته د افغاني محصولاتو د رسیدو په موخه ستر ګام

 نن یکشنبه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په حضور کې د یاد وزارت د سوداګرۍ چارو لوی رئیس الحاج ملا جنت ګل اخند،

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۴:۳
Background image

د پاکستان د HRL شرکت د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د پانګونې ژمنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، محترم مولوي احمدالله زاهد، د پاکستان

BACK TO NEWS