دهېواد له څلوروتولیدي شرکتونو څخه ستاینه

yonus_shafaq
دوشنبه ۱۴۰۰/۱/۲۳ - ۱۵:۱۵
دهېواد له څلوروتولیدي شرکتونو څخه ستاینه

دوشنبه: دوري ۲۳مه ۱۴۰۰

دکابل دصنایعو او معدن خونو او افغان ملي بانک دصنعت او سوداګرۍ وزیرښاغلي نثار احمد غوریاني ، دخصوصي او دولتي سکتور استازو په حضور کې له هغو څلورو تولیدي شرکتونو څخه ستاینه وشوه چې دکرونا ویروس دخپراوي په موده کې یې فعالیت تر سره کړی وو.

د کورونا ویروس او قرنطین په موده  کې ، د درمل جوړولو ، اوړو ، اکسیجن او صابون سکتورونو په ګډون تولیدي شرکتونه فعال وو او د هیواد د روغتونونو لپاره اړین توکي وړاندې کول او دغو سکتورونو په هېواد کې د اوړو ، صابون او اکسیجن دکموالي مخه ونیوله.

د صنعت او سوداګرۍ وزیرښاغلي  نثار احمد غوریاني د کورونا ویروس د خپریدو پرمهال د دې سکتورونو د فعالیتونو د ستاینې مراسمو په پیل کې وویل چې د کورونا ویروس خپریدو په ستونزمن حالت کې ، د کورنیو تولیداتو شرکتونه د خلکو او دولت تر څنګ ودرېدل او د موادو د نشتوالي له امله یې د بحران مخه ونیوله.

ښاغلي غوریاني له یادو شرکتونو څخه دمننې تر څنګ ،زیاته کړه چې دا تولید شرکتونه دي چې د خلکو غوښتنې او اړتیاوې یې پوره کړي او ډیرې هڅې یې وکړې چې په تولیداتو کې یې کموالی را نه شي.

په دغو مراسمو کې ، د ملي بانک رییس ، د کابل د صنایعو او کانونو بورډ رییسانو او د خصوصي او دولتي سکتور استازو هم د دې سکتورونو تولیدي فعالیتونه وستایل او د هیواد د صنایعو د تولید ي فعالیتونو ملاتړ یې وکړ.

دافغان ملي بانک ریس همدا راز وویل چې هغو شرکتونو چې دکورونا ویروس دګواښ په موده کې یې خپل تولیدي فعالیتونه نه وو درولي ، له هغوی څخه دملاتړ په موخه دغه بانک ځانګړي پورونه دوی ته ورکوي.

دصنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي غوریاني ددغو مراسمو په څنډه کې دکورنیو تولیداتو له نندارتون څخه هم لیدنه وکړه او له کورنیو تولیداتو څخه یې په ملاتړ ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۵:۹
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد د ازبکستان له لوړپوړي پلاوي سره وکتل

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال وزیر، مولوي احمدالله زاهد، نن په خپل کاري دفتر کې د ازبکستان هېواد د مرکزي آسیا د نړیوال انستیتوت له رئیس او

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۲۰:۴۴
Background image

د "زموږ صنعت؛ زموږ ویاړ" ملي نندارتون په هلمند ولایت لښکرګاه ښار کې نن رسماً  پرانستل شو

لشکرګاه -  د هلمند ولایت په الماس جمنازیوم کې د حقمل نندارتون دایرلو او سیکارام احمدي بازار موندنې  خدماتي شرکتونو له خوا د صنعت

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۴:۴۴
Background image

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، ښاغلي مولوي احمدالله زاهد، نن په بنګله‌دېش کې د (BKMEA)تر چتر لاندې د ټوکر له یو شمېر سترو تولیدي فابریکو څخه لیدنه وکړه

(BKMEA)   (Bangladesh Knitwear Manufacturers & Exporters Association) د بنګله‌دېش له مهمو او اغېزمنو صنعتي اتحادیو څخه ده چې زرګونه د ټوکر تولیدوونکې فابریکې تر خپل چتر لاندې لري. دغه. . .

BACK TO NEWS