دپانګونې دجذب او اسانتیاوو دهمکارۍ څلوراړخیزه هوکړه لیک لاسلیک شو.

yonus_shafaq
شنبه ۱۳۹۹/۸/۳ - ۱۷:۵۴
دپانګونې دجذب او اسانتیاوو دهمکارۍ څلوراړخیزه هوکړه لیک لاسلیک شو.
شنبه دلړم ۳مه ۱۳۹۹
د صنعت او سوداګرۍ سرپرست او نوماند وزیر ښاغلي نثاراحمد غوریاني،د ښارجوړنې او اراضۍ سرپرست او نوماند وزیرښاغلي محمود کرزي،د افغانستان دخونو د فدراسیون عمومي رئیس ښاغلي محمد اسماعیل عضنفر او د جمهوری ریاست د چارو د ادارې د پانګونې او اسانتیاوو د واحد عمومي رئیس ښاغلي عطالله نصیب ترمنځ دهمکارۍ څلوراړخیزه هوکړه لیک په هیواد کې د دولتي املاکو او ځمکې اړوند د ۵۰ پروژو او ۹۵۰ د پانګونې نورو تیارو پروژو په هکله د پانګونې او اسانتیاوو لپاره د دولتي ادارواو خصوصي سکتور د استازو په ګډون د افغانستان د خونو د فدراسیون د غونډو په تالار کې لاسلیک شو.
ښاغلي نثاراحمد غوریانې ددې هوکړه لیک څخه هرکلی وکړ او زیاته یې کړه: اوس خصوصي سکتور او دولتي ادارود پانګونې د جذب او اسانتیاوو په موخه کور دننه او بهرمختلفو پروژو کې چې د حکومت لخوا یې زمینه مساعده شوي ده یوځای کار پیل کړی دی،د دې هوکړه لیک پر بنست د ښارجوړولو او اراضۍ وزارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت سره په همغږۍ دضرورت وړ ټول معلومات په ځانګړي ډول د پانګونې د ۵۰ پروژو، جزیات او معلومات دخصوصي سکتور په واک کې ورکړي.
د یاد هوکړه لیک پربنسټ د افغانستان اد اتاقونو فدراسیون او پانګونې د اسانتیاوو واحد به ددې پروژو په هکله د سیمینارونو،کنفرانسونو،غونډو، او د رسنیو له لارې د پانګونې،هڅونې او جذب په هکله دعامه پوهاوي زمینه مساعده کړي.
همدا راز ددې هوکړه لیک له مخې به دصنعت او سوداګرۍ وزارت د ښارجوړونې او اراضۍ وزارت په همغږۍ او نورو دولتي ادارو سره په همکارۍ د دولتي املاکو او راضۍ څخه په ښه توګه ګټه اخستلو،دهیواد په ۷ ولایاتوکې ۵۰ دپانګونې پروژو او ۹۵۰ نورو تیارو شوو پروژو چې د هغو عملي کارلپاره به ۳،۴ میلیارده امریکايې ډالره پانګونه وشي او نږدي ۱۰ زره هیوادوالو ته به کاري فرصت برابرول شامل دي.
دیادونې وړ ده چې پورته څلورو ادارو د استازو ګډه کمیټه جوړه او ددي هوکړه لیک د پلي کولو مسئولیت يې په غاړه واخیست.

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۱۵:۵
Background image

افغانستان ته د چین هېواد د لومړنۍ مستقیمې محمولې را رسیدل

چین، قزاقستان او ازبکستان هېوادونو ته د  ا.ا. ا . د صنعت او سوداګرۍ وزارت  د سرپرست د پرله پسې سفرونو او هڅو په پایله کې د ریل ګاډي له لارې له چین هېواد ته د سوداګریزو توکیو لومړنۍ. . .

شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۱۴:۴۰
Background image

په بلخ ولایت کې د صادراتو واحد مرکز پرانیستل شو

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست محترم الحاج نورالدین عزیزي او ورسره مل پلاوي بلخ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې نن شنبه د ۱۴۰۳ لمریز کال د لیندۍ( قوس) په درېمه نېټه، په دغه ښار کې د. . .

شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۹:۶
Background image

د روغتیایي توکیو د تړلید یوه فابریکه په پروان ولایت کې پرانیستل شوه

د ا.ا.ا.د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست محترم الحاج نوړرالدین عزیزي له خوا د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د لیندۍ(قوس) میاشتې په لومړۍ نېټه د پروان ولایت د تتمدرې په صنعتي پارکونو کې د پروان. . .

BACK TO NEWS