دپل چرخي صنعتي ښارګوټي د روغتیایی مرکز دبنسټ ډبره کیښودل شوه

دوشنبه: د لړم ۱۷مه ۱۴۰۰
د کابل د پل چرخی د صنعتي ښارګوتي روغتیايي مرکز د بنسټ ډبره د یکشنبې په ورځ د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال له خوا کېښودل شوه.
دغه کلینیک به د پل چرخي صنعتي ښارګوټي د ماسټر پلان له مخې په دوو پوړونو کې نږدې ۷۰۰ مترو په مساحت،د ۳۰ میلیونه افغانیو په ارزښت جوړ شي.
د يادونې وړ ده، چې په دې غونډه کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستيال، د دغه وزارت د صنعتي پارکونورييس، او دصنايعو د ټولنې رئيس هم شتون درلود.