دچک جمهوریت د پارلمان ریس سره د افغان پلاوي لیدنه
چهارشنبه:د غبرګولي26 مه 1400
د صنعت او سوداګرۍ وزیرښاغلی نثار احمد غوریاني چې ،د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د افغانستان - چک او سلواکیا هیوادونو د سوداګرۍ او پانګونې په لومړۍ ناسته کې د ګډون لپاره ،د چک جمهوریت پراګ ته په سفر بوخت دی،د چک هیواد دپارلمان ریس ښاغلي یان ماهان سره ولیدل اود هغه هیواد له پارلمان څخه یې هم لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې دجک هیواد دپارلمان ریس سره د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونۍ د اړیکو پر پراختیا،د دري واړوهیوادونو ترمنځ دلومړۍ ناستې پر پایلو، اواقتصادې اړیکو پر ودې په اړه د یادو هیوادونو د دولتي مقامونو په ژمنو خبرې وکړې.
ښاغلي یان ماهان چک د یادو سوداګریزو اواقتصادې اړیکو د پراختیا هرکلی وکړ او د پارلمان ملاتړ يې د نوموړو موضوعاتوڅخه څرګند کړ.