دکابل ولایت دپانګونې او سوداګرۍ خونې له ریس سره دصنعت او سوداګرۍ وزارت دسرپرست وزیر لیدنه

yonus_shafaq
پنجشنبه ۱۳۹۹/۸/۱۵ - ۱۷:۳۶
دکابل ولایت دپانګونې او سوداګرۍ خونې له ریس سره دصنعت او سوداګرۍ وزارت دسرپرست وزیر لیدنه
پنجشنبه : دلړم ۱۵مه ۱۳۹۹
دصنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر ښاغلي نثار احمد غوریاني ددغه وزارت دکنفرانسون په تالارکې دکابل ولایت دسوداګرۍ او پانګونې خونې له ریس سید جمیل سادات او یو شمېرغړو سره وکتل اوپه دې لیدنه کې یې دصنعت کارانو او سوداګرو په ستونزو خبرې اترې وکړې.
په دغه لیدنه کې ښاغلي غوریاني په هېواد کې دصنعت او سوداګرۍ دپراختیا په موخه دهرډول چمتو والي ژمنه وکړه او زیاته یې کړه چې په هېواد کې یې دسوداګرو او صنعت کارانو دستونزو دبنسټیز حل په موخه ګړندي ګامونه اوچت کړي دي.
په دغه غونډه کې دافغانستان دپانګونې خونې مرستیال ښاغلي سلطان محمد صافی دصنعت او سوداګرۍ وزارت له رهبرۍ څخه دهغوی دهڅو مننه وکړه اوله ښاغلي غوریاني څخه یې په دغه خونه کې دافتحاري غړیتوب غوښتنه کړه.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۲۰:۴۴
Background image

د "زموږ صنعت؛ زموږ ویاړ" ملي نندارتون په هلمند ولایت لښکرګاه ښار کې نن رسماً  پرانستل شو

لشکرګاه -  د هلمند ولایت په الماس جمنازیوم کې د حقمل نندارتون دایرلو او سیکارام احمدي بازار موندنې  خدماتي شرکتونو له خوا د صنعت

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۴:۴۴
Background image

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، ښاغلي مولوي احمدالله زاهد، نن په بنګله‌دېش کې د (BKMEA)تر چتر لاندې د ټوکر له یو شمېر سترو تولیدي فابریکو څخه لیدنه وکړه

(BKMEA)   (Bangladesh Knitwear Manufacturers & Exporters Association) د بنګله‌دېش له مهمو او اغېزمنو صنعتي اتحادیو څخه ده چې زرګونه د ټوکر تولیدوونکې فابریکې تر خپل چتر لاندې لري. دغه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۱:۶
Background image

په ډاکه کې د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره ناسته

تیره ورځ د بنګله‌دیش هیواد په پلازمینه ډاکه کې د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال او ورسره مل رسمي پلاوي او یو شمیر افغان سوداګرو

BACK TO NEWS