دکندار ولایت دسوداګرو او صنعتکارانو دستونزو دحل په موخه دغونډې جوړېدل

reza_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۳/۳ - ۸:۵۳
دکندار ولایت دسوداګرو او صنعتکارانو دستونزو دحل په موخه دغونډې جوړېدل

یک‌شنبه 2 جوزا 1400

د صنعت او سوداګرۍ  وزارت  معین محمد سلیمان بن شاه ، چې د صنعتکارانو ، سوداګرو او پانګوالو پر وړاندې د شته فرصتونو او ننګونو د څیړنې په موخه  کندهار ولایت ته تللی، ددغه ولایت د کنفرانسونو په تالار کې له یو شمیر سوداګرو سره ولیدل او دهغوی  د ستونزو د حل په څرنګوالي یې بحث وکړ.

دغوسوداګرو له  وزارت څخه وغوښتل چې د دوی د سوداګرۍ ، پانګونې او ټرانزیټ د ستونزود حل په برخه کې هڅې وکړي او ټینګار یې وکړ چې د دغو ننګونو حل به سږ کال د هیواد صادرات ډیر کړي.

په دې ناسته کې د کندهار ولایت یو شمېر سوداګرو په بیلابیلو برخو کې خپلې ستونزې ، په ځانګړي توګه د فعالیت جواز ترلاسه کولو په برخه کې  د بریښنایی پیژند پا ڼې ترلاسه کول او درلودل او د کندهار د صنعت او سوداګرۍ په ریاست کې د دوی د کار ي پروسې بهیراو یو شمیر نورې ستونزې  د صنعت او سوداګرۍ وزارت له معین او ورسره مل پلاوی سره شریکې کړې.

ښاغلي بن شاه وویل چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت تر رهبرۍ لاندې د کندهار سوداګرو ته په موقتي ډول دا اسانتیا برابروي چې له بریښنایي پیژند پاڼې پرته د فعالیت جواز ترلاسه  کړي ، خو دده په وینا  په راتلونکي کې دوی باید بریښنایي پيژند پاڼې  واخلي.

ښاغلي بن شاه دغه راز زیاته کړه چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت رهبري په ځانګړي توګه په کندهار ولایت کې د سوداګرو ستونزو د حل په موخه هراړخیز پروګرامونه په لاره اچولي او د دې په پلي کیدو سره به د سوداګرو په وړاندې پرتې ننګونې حل شي.

دیادونې وړ ده چې کندهار ولایت د صنعت او سوداګرۍ وزارت لپاره د خپلو صنعتي ، اقتصادي ، سوداګریزو او ترانزیټي فعالیتونو له امله د هیواد داقتصادي او صنعتي ودې لپاره ځانګړی ځای لري.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۴:۵
Background image

د ا.ا.ا.  د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي اړیکو رئيس او د صنعتي پارکونو له لوی رئیس، د هند د ټوکر (ټکسټایل) وزارت له مسوولینو سره وکتل

په دغه ناسته کې د افغانستان او هند تر منځ د اقتصادي او صنعتي همکاریو پر پراخېدو او پیاوړتیا په ځانګړي ډول، دواړو خواوو د پنبې د تولید او پروسس، د بشري ظرفیت لوړونې، د صنایعو د معیاري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۵:۵۲
Background image

د ریاست الوزرا عالي مقام اقتصادي مرستیال الحاج ملا براردر اخند په کندهار ولایت کې د نساجي صنعتي پارک په رسمي ډول افتتاح کړ

په یاد صنعتي پارک کې د سړکونو جوړولو او کانالیزاسیون پروژه هم پیل شوه چې څه باندي ٢٨ میلیونه افغانۍ ارزښت لري چې د یاد صنعتي پارک

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

لوګر کې د مس‌عینک تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ ملي نندارتون پرانستل شو

د کورنیو محصولاتو او تولیداتو دغه نندارتون، چې د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رياست په همکاري د مسلم ابراهیمي بازار موندنې شرکت له خوا

BACK TO NEWS