د ازبکستان له راغلي پلاوي سره د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست لیدنه

anwar_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۵ - ۹:۹
د ازبکستان له راغلي پلاوي سره د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست لیدنه

یکشنبه ۳ شعبان المعظم ۱۴۴۶ / ۱۴ سلواغه ۱۴۰۳

د افغانستان د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست محترم الحاج نورالدین عزیزي، د یکشنبې په مازدیګر د ۱۴۰۳ لمریز کال د سلواغې په ۱۴مه، د ازبکستان هېواد د دولتي او خصوصي سکتور له راغلي ګډ سوداګریز پلاوي سره وکتل.

پدې کتنه کې د دواړو هېوادو تر مینځ د ترسره شویو هوکړو په اړه د لازیاتې همغږۍ د رامینځ ته کېدو، د دواړو هېوادو ترمینځ د سوداګرۍ کچې د پراختیا او د خصوصي سکتور د غړیو له پروګرامونو څخه د ملاتړ پر موضوعاتو خبرې وشوې.

د کتنې په سر کې د ازبکستان هېواد راغلي پلاوي د افغانستان د کانونو او پټرولیمو وزارت له چارواکیو سره د خپلې لیدنې او د دواړو هېوړادو د خصوصي سکتور تر مینځ دسوداګریزو ناستو په اړه خپل راپور وړاندې کړ او د افغانستان او ازبکستان تر مینځ په سوداګریز بېلانس کې د توازن رامینځته کېدو په موخه یې له افغانستان څخه د ډبرو دسکرو د وارداتو ته خپل چمتووالی وښود.

وروسته بیا د ا.ا.ا د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د نوموړي هېواد د خصوصي سکتور له پروګرامونو څخه د ملاتړ په څرګندولو سره وړاندیز وکړ چې په کال کې دې د دواړو هېوادو د محصولاتو او تولیداتو کم تر کمه پنځه نندارتونونه د ترمذ په نړیوال سوداګریز مرکز کې جوړ شي.

د دې لیدنې په دوام د دواړو هېوادو تر مینځ د ترجیحي سوداګرۍ د هوکړه لیک د تیاري او د هغې د پړاوونو د پلي کېدو، په سمنګانو ولایت کې د سمنټو د فابریکې د جوړیدو اړونده چارو او د هغې د پرانیستل کېدو او په دواړو هېوادو کې د سوداګرۍ خونو د چوړښت په تړاو خبرې وکړې او نظرونه یې سره تبادله کړل.

د یادونې وړ ده چې د ازبکستان جموریت د دولتي او خصوصي سکتور ګډ پلاوی د تېرو ژمنو د عملي کېدو اړوند د معلوماتو او خبرو لپاره پرون کابل ته راغلی چې مشري یې دذ دغه هېواد صدراعظم محترم عبدالله عارفوف کوي.

دغه پلاوي د یکشنبې په ورځ تر غرمې وړاندې په کابل کې د ا.ا.ا د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین محترم مولوی احمدالله زاهد په حضور کې له افغان خصوصي سکتور سره د 4.5میلیون ډالرو په ارزښت سوداګریز تړونونه لاسلیک کړل.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۴:۴۴
Background image

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، ښاغلي مولوي احمدالله زاهد، نن په بنګله‌دېش کې د (BKMEA)تر چتر لاندې د ټوکر له یو شمېر سترو تولیدي فابریکو څخه لیدنه وکړه

(BKMEA)   (Bangladesh Knitwear Manufacturers & Exporters Association) د بنګله‌دېش له مهمو او اغېزمنو صنعتي اتحادیو څخه ده چې زرګونه د ټوکر تولیدوونکې فابریکې تر خپل چتر لاندې لري. دغه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۱:۶
Background image

په ډاکه کې د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره ناسته

تیره ورځ د بنګله‌دیش هیواد په پلازمینه ډاکه کې د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال او ورسره مل رسمي پلاوي او یو شمیر افغان سوداګرو

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲ - ۱۲:۱۲
Background image

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین د بنګله‌دېش هېواد د درملو تولیدي فابریکو څخه لیدنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، مولوي احمدالله زاهد، او ورسره مل پلاوي د بنګله‌دېش هېواد په پلازمېنه ډاکه کې د درملو له دوو سترو او پېژندل شوو تولیدي فابریکو. . .

BACK TO NEWS