د افغانستان دلسو غوره برانډونه ستاینه

reza_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱/۱۱ - ۱۱:۵۶
د افغانستان دلسو غوره برانډونه ستاینه

پنج‌شنبه :د وری 11مه ۱۴۰۱

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ښاغلي مولوي قدرت الله جمال د افغانستان د لسو غوره برانډونو په لومړي فیسټیوال کې ګډون او وینا وکړ، وی ویل، خوښ یم چې موږ د کورنیو تولیداتو د ملاتړ او هڅونې په موخه په یوه ډاډمنه فضا کې سره یو ځای یو، په امنیت کې برکت دی،د لوې الله شکر دی چې  نن موږیو متحد نظام، متحد فکر او متحد ملت لرو.

ښاغلي جمال دغه راز په ډاګه کړه، چې افغانستان ډیرشمیر کدرونه لرې په ځانګړې توګه د صنعت او سوداګرۍ په برخه کې شته مسلکې کدرونه دالله رحمت دی.

 موږ هڅه کوو چې د خصوصي سکټورسره په همکارۍ او همغږي سره په افغانستان کې دټولو شتو کدرونو لپاره  سوله ییز او باعزته ژوند تامین کړو.

نوموړې زیاته کړه  اسلامي امارت په ځانګړې توګه ملا برادر اخند د خصوصي سکتور ملاتړ ته جدي پاملرنه لري.

نوموړي دغه راز وويل، چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د پانګوالو لپاره د ښو امکاناتو او اسانتياوو په برابرولو سره صنعتي پارکونه جوړ کړې او پانګوالو ته يې د ځمکو وېش پيل کړى دى.

د یادولو وړ ده چې د افغانستان د بازار د څار موسسې  لخوا د افغانستان د ۱۰ غوره برانډونو لومړی فستیوال د عامه او خصوصي سکتور په همکارۍ په انټرکانټیننټال هوټل کې ترسره او د هیواد غوره پانګوال وستایل شول.

یاده دې وې چې ددې غونډې په څنډه کې؛ یو شمیر کورنی تولیدات هم نندارې ته وړاندې شو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۹:۲۹
Background image
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۸:۲۴
Background image

د چین د نړیوالې سوداګرۍ د ودې شورا مرستیال او د افغانستان ا.ا د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال تر منځ د لیدنې راپور

د چین د نړیوالې سوداګرۍ د ودې شورا مرستیال ښاغلي چین جیانان د افغانستان ا.ا د د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال  او پلاوي ته تود هرکلی

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۵ - ۸:۳۱
Background image

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین مولوي احمدالله زاهد د چین هیواد د ګمرکونو د عمومي ادارې له مرستیال سره و کتل

تیره ورځ د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال، ښاغلي احمدالله زاهد، د چین د ګمرکاتو د عمومي ادارې له مرستیال سره رسمي کتنه ترسر

BACK TO NEWS