د افغانستان د متشبثینو د بورد مشرتابه سره لیدنه

چهارشنبه:د لړم۱۲مه ۱۴۰۰
دصنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست وزیرښاغلي نورالدین عزیزي د افغانستان د متشبثینو بورد د غړو سره ددې وزارت د غونډو په تالار کې وکتل او د دغه بورډ پر ستونزو یې خبرې وکړې.
د افغانستان متشبثینو د بوردغړو خپلې ستونزې او وړاندیزونه د دغه وزارت له سرپرست سره شریک چې د حل غوښتونکې يې شول ښاغلي عزیزي د دخپلو خبرو په ترڅ کې وویل ،د کابینې د غړو په ګډون په بیلابیلو برخو کې کمیسیونونه جوړې شوي دي او د خصوصي سکتور د ستونزو د حل په هکله کار کوي، نوموړي زیاته کړه ددې وزارت دروازي د ټولو پرمخ خلاصي دي موږ به د خصوصي سکتور سره په همغږۍ د هغوي ستونزې حل کړو.