د افغانستان د معدن او صنایعو خونې له مشرتابه پلاوي سره دصنعت او سوداګرۍ سرپرست او نوماند وزیرلیدنه!

۱۳۹۹ کال دتلي۱۰مه
د صنعت اوسوداګرۍ سرپرست او نوماند وزیرښاغلي نثاراحمد غوریاني د افغانستان دمعدن او صنایعو خونې له مشرتابه پلاوي او غړو سره ولیدل او د هیواد دصنعت کارانو په ستونزو يې بحث وکړ.
په دې لیدنه کې دافغانستان د معدن او صنایعو خونې مشرتابه پلاوي د سوداګرۍ وزارت د نوماند وزیر په توګه دښاغلي نثاراحمد غوریانې دټاکلو مبارکۍ ویلو ترڅنګ د هیواد دصنعت کارانو ستونزې او ننګونې د وزارت له نوې رهبرۍ سره شریکې کړې.
هغوي هیواد ته د توکو د قاچاق په توگه، په ولایتو نو کې د صنعتي پارکونوپه وړاندې ټولنیزې ستونزې،او دهیواد صنعتي پارکونو په وړاندې پرتې ستونزې د افغانستان د صنعت او صنعتي کیدلو په وړاندې اصلي خنډونه وبلل.
ښاغلي نثاراحمد غوریاني د افغانستان دمعدن او صنایعو خونې د مشرتابه پلاوي او صنعت کارانو سره د لیدنې څخه دمننې ترڅنګ وویل،هغه دهیواد د صنعت کارانو پروړاندې پرتې ستونزې درک کوي، او د حل لپاره به يې دصنعت کارانو سره په مشوره ګډ کار وکړي.
دصنعت او سوداګرۍ سرپرست نوماند وزیر وویل چې دهېواد دصنعت دهڅونې په موخه، له کورنیو تولیداتو څخه د ګټې اخیستنې او دهغو پیرل یې دکارونو په لومړیتوب کې دي.