د الماتا په نړیوال نندارتون کې د ګډونوالو غرفې ځانګړې شوې

anwar_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۳ - ۹:۸
د الماتا په نړبوال نندارتون کې د ګډونوالو غرفې ځانګړې شوې

یکشنبه  ۱۰ ربیع الثانی ۱۴۴۶ / ۲۲ تله ۱۴۰۳

ټاکل شوې ده چې د افغان -قزاق نړیوال نندارتون د قزاقستان هېواد د آلماتا په ښار کې جوړ شي او پدې نندارتون کې د افغان ګډونوالو غرفې د صنعت او سوداګرۍ په وزارت کې د سکتوري خونو او د هېواد د غالیو تولیدونکو او صادرونکو د اتحادیې د استازو په حضور کې د رڼې پچې اچونې له لارې مشخصې شوې.

دغه نندارتون به د سوداګریز تواصل کانفرانس، د محصولاتو او افغاني تولیداتو نندارتون، سوداګریزې ناستې او د دواړو هېوادو د چارواکو تر مینځ د دوه اړخیزه ناستې له ځان سره ولري.

ټاکل شوې ده چې د افغان- قزاق دغه سوداګریز نندارتون به د ۲۰۲۴ زېږدیز کال د اکتوبر له ۱۹ څخه تر ۲۲ نېټې پورې چې د ۱۴۰۳ لمریز کال د تلې(میزان) له ۲۸ مې څخه د لړم(عقرب) تر لومړۍ پورې راځي، د قزاقستان د آلماتا په ښار کې د افغانانو په فعال حضور او له بېلابېلو سکتورونو څخه په ۶۷ غرفو کې د افغاني محصولاتو او تولیداتو په نمایش سره جوړ شي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۳/۱۲/۲۴ - ۱۹:۳۶
Background image

لوړ پوړي امارتي پلاوي له یو شمېر صنعتي فابریکو څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا رياست الوزرا عالي مقام اداري معاونیت په سرپرستۍ د خوړو او درملو ملي بورډ د پرېکړې په اساس يو پلاوی د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین مولوي احمد الله زاهد په مشرۍ د

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۳ - ۹:۴۵
Background image

په پنجشیر کې د بنسټیز پرمختګ او له اقتصادي پروګرامونو څخه د ملاتړ ناسته ترسره شوه

د پنجشیر ولایت د پرمختګ او له اقتصادي پروګرامونو څخه د بنسټیز ملاتړ تر سرلیک لاندې یوه ناسته د یاد ولایت د اته ګونو ولسوالیو او د هغه نړیوالو موسسو د استازو

شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۸ - ۹:۱۷
Background image

د تشبثاتو سکتور د ملاتړ او پیاوړتیا په موخه له ۱۵ موسسو سره د هوکړه لیکونو لاسلیک

د ا.ا.ا.د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست محترم الحاج نورالدین عزیزي نن پنجشنبه د ۱۴۰۳ لمریز کال د کب په ۱۶مه نېټه د تشبثاتو سکتور څخه د ملاتړ او پیاوړتیا په موخه

BACK TO NEWS