د اوزبیکستان له خوا د رالېږل شوي عمل پلان د وروستي کولو لپاره د اړونده وزارتونو تر مینځ مجلس ترسره شو

anwar_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۰ - ۸:۴۷
د اوزبیکستان له خوا د رالېږل شوي عمل پلان د وروستي کولو لپاره د اړونده وزارتونو تر مینځ مجلس ترسره شو

سه شنبه 10 شوال المکرم 1446 / 19 حمل1404

د اوزبیکستان جمهوریت د پانګونې، صنعت او سوداګرۍ وزارت او د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت تر مینځ د ۲۰۲۵ -۲۰۲۶ زېږدیزو کلونو لپاره د عمل د ګډ پلان د وروستي کولو لپاره، بین الوزراتي ناسته د ا.ا.ا. د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین محترم مولوي احمدالله زاهد تر مشرۍ لاندې او د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت د استازي او د مالیې، بهرنیو چارو، ترانسپورټ او هوایي چلند،کانونو او پطرولیمو، کرهنې، اوبولګولو او مالدارۍ، اقتصاد او ټولګټو وزارتونو د استازیو په ګډون پرون سه شنبه د وري په ۱۹ مه نېټه، جوړه شوه.

پدې جلسه کې د اوزبیکستان جمهوریت له لورې د رالېږل شویو موضوعاتو په اړه چې سوداګریزو آسانتیاوو، صنعتي،کرهنیزو، لوژیستیکي، ټرانسپورټي، ترانزیتي او ظرفیت لوړونې په برخو کې د همکاریو په محور راڅرخیدې، بحث وشو.

د سوداګریزو آسانتیاوو په برخه کې، د ترجیحي سوداګرۍ هوکړه لیک(PTA)، د متقابلې پانګونې څخه د متقابل ملاتړ، د سوداګریزو خونو جوړول او له ګډې پولې څخه د تیریدو د ظرفیت لوړونې په اړه بحث وشو او د صنعتي همکارۍ په برخه کې، د صنعتي او سوداګریزې همکارۍ د مرکز جوړول، د وړۍ اوبدلو او د وړیو د محصولاتو او د تولیداتو فابریکې جوړول، د حیرتانو به اقتصادي زون کې د شیریني جوړولو فابریکه، د درملو د تولید فابریکه او د میوو د پروسس د مرکز جوړولو په اړه بحث او خبرې وشوې.

همدارنګه د کرهنې په برخه کې د کندوز او بلخ په ولایتونو کې د لابراتوارونو د جوړونې، د پستې د باغونو جوړولو په اړه معلومات سره تبادله شول.

د مجلس په دوام پریکړه وشوه تر څو دوه اړخبزه موظفې کومیټې له اوزبیکستان سره په اړونده څانګو کې کار وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲ - ۸:۳۱
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین په مشرۍ د پاکستان سفر مهمې پایلې

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په مشرۍ لوړپوړی پلاوی له دوه ورځني سفر وروسته له پاکستانه کابل ته را ستون شو. یاد سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱ - ۱۴:۴۲
Background image

د دوه ورځنیو هر اړخیزو بحثونو وروسته، افغانستان او پاکستان د زراعتي توکو پر ترجیحي تعرفو د کمښت هوکړه وکړه

د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، مولوي احمدالله زاهد، د افغانستان له سفیر مولوي سردار احمد شکیب او مل پلاوي سره یو ځای، د پاکستان د سوداګرۍ وزارت له

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱ - ۸:۵۸
Background image

د افغانستان او پاکستان د صنعت او سوداګرۍ وزارتونو ترمنځ لیدنه او رغنده بحثونه

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت د صنعت او سوداګرۍ چارو معین او ور سره مل پلاوي نن سه شنبه د پاکستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت له یوه لوړپوړي

BACK TO NEWS