د اوړواوغنمو له سوداګرو سره ناسته

reza_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۱۸ - ۱۳:۴۱
د اوړواوغنمو له سوداګرو سره ناسته

چهارشنبه:د کب ۱۸مه ۱۴۰۰

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست ښاغلی نورالدین عزیزي په مشرۍ د اوړو او غنمو له سوداګرو او  فابریکو لرونکوسره  د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال ښاغلي مولوي قدرت الله جمال او یو شمیر ریسانو په شتون کې غونډه ترسره شوه.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مشرتابه د غونډې په پیل کې وویل، د هېواد د وګړو د سړي سر تر ټولو لوړ مصرف اوړه او غنم دي او په دې برخه کې د ا.ا. ا ته هیڅ ډول مصلحت د منلو وړ نه دی اواجازه نه ورکوې ترڅو زموږولس زیانمن شي.

ورپسې د اوړو او غنمو سوداګرو او فابریکه لرونکو خبرې وکړې،د غنمو او اوړو د واردولو، د ګمرکي تعرفو او پر عایداتو د مالیاتو په اړه یې خپل نظریات وړاندې کړل

 دصنعت او سوداګرۍ وزیر په سیمه کې رامنځته شوو حالاتو ته په پام سره وویل چې د ا.ا.ا د مختلفو سرچینو په لټه کې دي ترڅو موږ وکولای شود غنمو او اوړو په صارونکو هیوادونو کې دغیر مترقبه حالاتو په رامنځته کیدلو سره زموږ ولسونه د خوراکي توکو له کمښت او ستونزې سره مخ نه شي،نوموړی د فابریکو په مالکینو غږ وکړ چې د سیلو د وړتیاوو د لوړولو لپاره کار وکړي.

په پای کې پریکړه وشوه چې دصنعت او سوداګرۍ وزارت په مشرۍ د مالیې وزارت، د اوړواوغنمو  د فابریکو دخاوندانواو سوداګرو په ګډون یوتخنیکي ټیم دې جوړ شي ترڅو د تعرفو او پرعایداتو باندې مالیات له نږدې وڅیړي او راپور يې  د وزارت له مشرتابه سره شریک کړی ترڅو ددې وزارت په پالیسیو کې شامل کړای شی.

د یادولو وړ ده چې په افغانستان کې د اوړو کلنی مصرف ۶.۵ میلیونه ټنه اټکل شوی چې ۳.۵ میلیونه ټنه یې کور دننه تولیدیږي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۹:۲۹
Background image
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۸:۲۴
Background image

د چین د نړیوالې سوداګرۍ د ودې شورا مرستیال او د افغانستان ا.ا د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال تر منځ د لیدنې راپور

د چین د نړیوالې سوداګرۍ د ودې شورا مرستیال ښاغلي چین جیانان د افغانستان ا.ا د د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال  او پلاوي ته تود هرکلی

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۵ - ۸:۳۱
Background image

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین مولوي احمدالله زاهد د چین هیواد د ګمرکونو د عمومي ادارې له مرستیال سره و کتل

تیره ورځ د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال، ښاغلي احمدالله زاهد، د چین د ګمرکاتو د عمومي ادارې له مرستیال سره رسمي کتنه ترسر

BACK TO NEWS