د بریښنایی وسایلو په تولیداتو کې زیاتوالي
یکشنبه د غويې ۱۹مه ۱۴۰۰
په کندهار ولایت کې د اتفاق میوند د بریښنایی وسایلو جوړولو شرکت د خپلې پانګونې کچه د 85 زره امریکایی ډالرو ته لوړه کړې ده.
دې شرکت د کندهار ولایت په شوراندم صنعتي پارک کې د ،۷۰ زره ډالرو په پانګونې سره کال پیل کړې وه چې دکندهار ولایت له ۵۰ څخه زیاتو اوسیدونکو ته یې د کار زمینه برابره کړې ده ،دا شرکت اوس دوه ډوله بریښنا کیبلونه تولیدوي او د 2 ټنه کیبلونو ورځنی تولید وړتیالري.
دغه شرکت خپل ډیر اومه توکي د هیواد له دننه ترلاسه کوي او خپل محصولات د په کندهار ولایت سربیره ، کابل ، هلمند او پکتیا ولایتونو ته هم لیږدوي.