د بلخ ولایت له صنعت کارانو سره لیدنه
پنجشنبې د چنګاښ ۲ نیټه ۱۴۰۱ کال
د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین محترم مولوي قدرتالله جمال او ورسره پلاوي محترم ملا نیازمحمد واثق د صنعت او سوداګرۍ معینیت اقتصادي سلاکار، محترم مطیعالله امید د ستراتژۍ ، پالیسی او پلان رئیس چې د بلخ والي محترم قدرتالله ابوحمزه، د صنعت او سوداګرۍ ریاست رئیس محترم امیرمحمد متقی او امامالدین سناییزاده د شمال زون د صنایع او معادن اتاق رئیس هم حضور درلود د یاد ولایت له صنعت کارانو سره یې وکتل.
په پېل کې د بلخ والي د بلخ ولایت ته د مولوي صاحب جمال له راتګ څخه هرکلی وکړ او د صنعت کارانو له فعالیتونو څخه یې ستاینه وکړه.
په همدې لړ کې د شمال زون د صنایع او معادن اتاق رئیس محترم امامالدین سناییزاده او ځینو صنعت کارانو خبرې وکړې، او خپلې ننګونې او ستونزې بیان کړې.
ورپسې د صنعت او سوداګرۍ چارو معین محترم مولوي قدرتالله جمال وویل ستاسو ولایت ته زموږ د راتګ موخه د خصوصي سکتور د چالشونو او مشکلاتو اوریدل دي.
همدارنګه ښاغلي مولوي جمال د صنعتي پارکونو په اړه داسې څرګنده کړه: د ځمکې د ویش لپاره د سندونو طی مراحلو لړۍ روانه ده او موږ ټولو صنعتي پارکونو لپاره برنامې په پام کې لرو.