د تخار ولایت سرپرست او د عمری ۲۱۷ قول اردو معاون سره لیدنه
دوشنبې د جوزا / غبرګولي ۳۰نیټه ۱۴۰۱ کال
د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین محترم مولوي قدرت الله جمال د یکشنبې په ورځ د بیلا بیلو ناستو په ترڅ کې د تخار ولایت والي مرستیال او سر پرست محترم الحاج محمدکاظم طارق، د امر بالمعروف رئیس محترم مولوي حنفی او د ۲۱۷ عمري قول اردو معاون او د تخار ولایت پخوانی د والي مرستیال محترم جان محمد حمزه سره وکتل.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین چې په دې سفر کې ورسره محترم ملا نیازمحمد واثق د معینیت اقتصادي سلاکار او مطیعالله امید د ستراتیژۍ، پلان اوپالیسۍ رئیس هم ور سره ول. د تخار ولایت سرپرست سره په خپله ناسته کې د بیلا بیلو موضوعاتو په اړه خبرې اترې وکړې. او له ښاغلي محمدکاظم طارق څخه یې وغوښتل تر څو د تخار ولایت د صنعت او سوداګرۍ آمریت لپاره یو مناسب ځای په پام کې ونیسي.
ورپسې د تخار ولایت سرپرست یاد ولایت ته د محترم مولوي قدرت الله جمال له راتګ او د خپلې ناستې څخه خوښي څرګنده کړه، او ژمنه یې وکړه چې؛ لکه څرنګه په نورو بر خو کې له یاد آمریت سره همکار ی لرو ، د دوی د ځای په برخه کې هم جدي پا ملرنه وشي.
همدارنګه د۲۱۷ عمري قول اردو معاون محترم جان محمد حمزه هم په دې ولایت کې د سوداګرو او صنعت کارانو د امنیت د ټینګښت څخه ډاډورکړ.