د جمهوررئیس غني په مشرۍ د حکومت د رهبرۍ غونډه ترسره شوه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ نن له غرمې مخکې د حکومت د رهبرۍ غونډه کې د (Mobile money) یا د موبایل له لارې د معاشونو ورکړې سیستم او د اسلام قلعه کمرګ د اورلګېدنې پېښې د زیانونو په اړه بحث او خبرې وشوې.
په دې غونډه کې چې په ارګ کې وشوه او د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح، د جمهوري ریاست دویم مرستیال استاد سرور دانش او د ملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب هم حضور درلود، لومړی د افغانستان بانک سرپرست اجمل احمدي وویل، په دوو برخو (کوچنیو او لویو تادیاتو) کې د الکترونیکي تادیاتو سیستم کار ۹۰ سلنه بشپړ شوی، ټول دولتي او خصوصي بانکونه، مالیې وزارت او شاوخوا ۴ زره مارکېټونه او دوکانونه له دې سیستم سره نښلول شوي، پاتې شرکتونه او ادارې به هم په راتلونکو دوو ربعو کې وصل شي.
اجمل احمدي وویل، په نږدې راتلونکې کې به د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د معاشونو ورکړه هم د همدې سیستم له لارې ترسره او په افغانستان کې به د فزیکي پیسو پر ځای الکترونیکي تادیات عام شي.
جمهوررئیس غني د افغانستان بانک له لوري د یاد سیستم رامنځته کول وستایل او دا یې د فساد ضد مبارزې او د الکترونیکي تادیاتو د عامولو لپاره لوی ګام وباله وې ویل، ټول هغه کسان به تقدیر شي چې د دې سیستم په رامنځته کولو کې یې هڅه کړې ده.
جمهوررئیس وویل، د مالیې وزارت د مالي اطلاعاتو مدیریت سیستم (AFMS) دې هم له یاد سیستم سره وصل شي او مالیې وزارت، د احصائیې او معلوماتو ملي اداره او د افغانستان بانک دې په دې اړه خپل زماني جدول د کابینې راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي او د چارو ادارې لوی ریاست او د افغانستان ملي راډیو ټلویزیون دې د الکترونیکي تادیاتو سیستم په اړه خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي.
د غونډې په دویمه برخه کې د مالیې او د صنعت او سوداګرۍ وزارتونو مسوولینو د هرات ولایت د اسلام قلعه کمرګ اورلګېدنې پېښې د زیانونو راپور او مشخص وړاندیزونه شریک کړل وې ویل، د پېښې د رامنځته کېدو په اړه باید لا زیاتې څېړنې او د خسارې تثبیت وشي او همداراز د تاسیساتو بیارغاونې لپاره عاجلو اقداماتو ته اړتیا ده.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولینو د اسلام قلعه ګمرک د بیارغاونې په اړه خپله طرحه وړاندې کړه وې ویل، اسلام قلعه ګمرک باید سرحدي بندر شي او د اوس لپاره دې د هرات ښار له زاړه ګمرک څخه استفاده وشي او همداراز نوی ګمرک دې د هرات ولایت د زنده جان یا انجیل ولسوالیو په سرحدي سیمو کې جوړ شي.
د جمهوررئیس دویم مرستیال استاد سرور دانش د اسلام قلعه ګمرک د اورلګېدنې پېښې ته په اشارې وویل، د مدني مصئونیت لپاره باید قانون جوړ شي او اوس موږ یوازې عمومي حقوقي قاعدې لرو چې دغه ډول شرایطو ته څرګند ځواب نشي ویلی.
جمهوررئیس غني د هغوی د وړاندیزونو او نظریاتو تر اورېدو وروسته د یادې پېښې له امله په رامنځته شویو مالي زیانونو خواشیني وښوده زیاته یې کړه، د یادې پېښې د هر اړخیزې څېړنې لپاره دې د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح تر نظر لاندې یو پلاوی د پېښې هر اړخیزه څېړنه او ارزونه وکړي او خپلې موندنې دې د جمهوري ریاست عالي مقام سره شریکې کړي.
جمهوررئیس وویل، د اوس لپاره دې د اعانې او وجه خاص حساب رامنځته شي، ترڅو د خسارې د جبران او د ګمرک لپاره د اطفائیې په رامنځته کولو کې همکاري وکړي او په زنده جان یا انجیل ولسوالیو کې د نوي ګمرک جوړېدو امکانات او امنیتي شرایط دې وارزول شي.
همداراز جمهوررئیس وویل، مالیې وزارت او د افغانستان بانک دې د خصوصي سکتور د بیمې لپاره خپله طرحه وړاندې کړي.
جمهوررئیس غني د خپلو خبرو په پای کې په ګمرکونو کې د الکترونیکي تادیاتو له سیستم څخه په ګټې اخیستو ټینګار وکړ وې ویل، د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال په مشرۍ د هېواد د ګمرکونو تر ارزولو وروسته به د ګمرکونو د تاسیساتو معیاري کېدو او د ورته پېښو د رامنځته کېدو مخنیوي لپاره عاجل اقدامات وشي.