د خوست ولایت د سماوات بڼ صنعتي پارک ټولنیزې ستونزې وڅېړل شوې.

نن چهارشنبه د ۱۳۹۹ کال د زمري په ۲۲مه د خوست ولایت د سموات بڼ صنعتي پارک د ټولنیزو ستونزو د حل په موخه د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست معین ښاغلي عبدالکریم ملکیار ، د دغه ولایت د والي ښاغلي محمد صدیق پتمن ،د صنعتي پارکونو او صنایعو چارو عمومې رئیس عمر شکیب، د خوست ولایتي شورا غړو او د خوست ولایت قومي مشرانو په ګډون د دې وزارت د کنفرانسونو تالار کې جوړه شوې وه.
د غونډې په پیل کې ، د سوداګرۍ او صنایعو وزارت سرپرست معین عبدالکریم ملکیار د صنعت او سوداګرۍ وزارت لومړني اساسات تشریح کړل او زیاته یې کړه چې خصوصي سکتور او په ځانګړي ډول د هیواد صنعتکارانو ته د خدمتونو وړاندې کول د دې وزارت له لومړیتوبونو څخه دي.
ښاغلي ملکيار زياته کړه ، د خوست ولايت د باغ سموات صنعتي پارک له يو شمېر ټولنيزو ستونزو سره مخ دی چې د والي ، د ولايتي شورا غړو ، قومي مشرانو او د دغه ولايت صنعتکارانو په همکارۍ حل شي.
پدې ناسته کې دخوست والي ښاغلي محمد صدیق پتمن د صنعت او سوداګرۍ وزارت رهبرۍ له کارونو خوښي څرګنده کړه چې دخوست ولایت کارګرو او په ځانګړي توګه کسبګرو ته خدمات وړاندې کوي ، زیاته یې کړه چې ټولنیزې ستونزې به خوست ولایت قومي مشرانو،د صنعت او سوداګرۍ وزارت دصلاحیت لرونکو استازو په ګډون د یوي مشورتې جرګې له لاري حل کړي.
په یاده ناسته کې ، د خوست ولایت د سموات بڼ صنعتي پارک په اړه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د صنعتي پارکونو او صنایعو چارو عمومي ریاست د کړنو راپور د غونډې غړو ته وړاندې شو.
د غونډې په پای کې ، پریکړه وشوه چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت او د خوست ولایت مشرتابه به د پراختیايي پروژو دترسره کولو، ګړندۍ کولو او په خوست ولایت کې د سموات بڼ صنعتي پارک ټولنیزې ستونزو حل لپاره لا زیاته همکاري ولري.