د سوداګري وزارت مرستیال په خپل دفتر کې د بلخ ولایت له والي سره وکتل

reza_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۵/۲۵ - ۱۵:۵۰
د سوداګري وزارت مرستیال په خپل دفتر کې د بلخ ولایت له والي سره وکتل

د صنعت او سوداګري وزارت مرستیال ښاغلي مولوي قدرت الله جمال د بلخ ولایت له والي مولوي قدرت الله حمزه سره ولیدل.

ناسته نن غرمه مهال د وزارت د مرستیال ښاغلي جمال په کاري دفتر کې ترسره شوه چې پکې د بلخ ولایت له سوداګریزو موضوعاتو یادونه وشوه. ښاغلي حمزه د ولایتي ادارې لخوا وزارت سره د بشپړې همکاري ډاډ څرګند کړ او د یاد ولایت د صنعتي پارک اړوند وړاندیزونه او ستونزې يې د حل په موخه له مرستیال وزیر سره شریکې کړې. د سوداګري وزارت مرستیال ښاغلي جمال د والي له راتګ څخه مننه وکړه او یادې شوې ستونزې يې مهمې وبللې. نوموړي زیاته کړه چې د سوداګري وزارت په ولایتونو کې د سوداګریزو فعالیتونو ودې ته ژمن دی.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱ - ۹:۴۷
Background image

د ملي او نړیوالو موسسو له مسوولینو سره د هوکړه لیکونو لاسلیک

د ا.ا.ا. د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست محترم الحاج نورالدین عزیزي نن چهارشنبه د ۱۴۰۳ لمریز کال د لړم (عقرب) په ۳۰ مه د کورنیو د پیاوړي کولو، له وړو تشبثاتو او د سوداګرۍ او حرفو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱ - ۹:۳۱
Background image

د ایران په اسلامي جمهوریت کې د افغانانو د سوداګریزو فعالیتونو په اړه خبرې اترې

د ا.ا.ا.د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست محترم الحاج نورالدین عزیزي نن چهارشنبه د ۱۴۰۳ لمریز کال د لړم (عقرب) په دیرشمه نېټه، د ایران په اسلامي جمهوریت کې د افغانستان د اسلامي امارت له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱ - ۹:۲۲
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مشرتابه مقام: د هېواد صنعت تخنیکي او مسلکي کدرونو ته اړتیا لري

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست محترم الحاج نورالدین عزیزي د ا.ا.ا. د ریاست الوزرا د اداري مرستیال محترم مولوی عبدالسلام حنفي، د اقتصاد وزارت سرپرست محترم قاری دین‌محمد حنیف، د اوبو او. . .

BACK TO NEWS