د سړو خونو د فعالولو او جوړولو په اړه د پریکړې لپاره ناسته ترسره کېږي
یکشنبه ۱۰ ربیع الثانی ۱۴۴۶ / ۲۲ تله ۱۴۰۳
د افغانستان د اسلامي امارت د محترم اقتصادي کمیسیون د فوق العاده ناستې د پریکړې په اساس، د خصوصي سکتور په مرسته په هېواد کې د سړو خونو د جوړولو او فعالولو لپاره ټاکل شوې ده د روانې اونۍ د سه شنبې په ورځ، د افغانستان د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مشرتابه تر ریاست لاندې او د کرهنې مالدارۍ او اوبو لګولو،کانونو او صنایعو او مالیې وزارتونو او د چارو د ادارې د لوی ریاست او دولتي شرکتونو د ریاست د استازو په ګډون پدې اړه د پریکړې کولو یوه جلسه جوړه شي.