د شاهي نهر څخه لیدنه
دوشنبه: د وری ٢٩مه ١٤٠١
د صنعت او سوداګرۍ مرستیال ښاغلي قدرت الله جمال او ورسره پلاوي د لغمان ولایت د والې ښاغلي زین العابدین په ګډون د لغمان ولایت د شاهی نهر څخه لیدنه وکړه.
ښاغلی جمال د یاد نهر څخه لیدنه پر محال دنهر دحفاظت او ګټوورتوب په هکله اړونده مسولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.
شاهی نهر د لغمان ولایت د تاریخي او اقتصادي نهرونو له جملې څخه دی.
د یادونې وړ ده چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال د یو پلاوي په مشرۍ د مشرقي ولایاتو د سوداګرو او صنعت کارانو د ستونزو اووړاندیزونو داوریدلو په موخه د مشرقي ولایاتو په سفر بوخت دی.