د شوراندام له صنعتي پارک څخه لیدنه
پنجشنبه د زمری 13 کال 1401
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ښاغلي مولوي قدرت الله جمال کندهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د شوراندام صنعتي پارک څخه لیدنه وکړه.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال د دغه پارک له ټولو برخو څخه لیدنه وکړه او د پلان شویو برخو کې چې سړکونه او د اوبه خورونو په اساسي ډول رغولو لپاره یې اړونده مسوولینو ته لارښوونه وکړه ترڅو د پلان له مخې ټول کارونه بشپړ کړي.