د شیخ مصري صنعتي پارک څخه لیدنه

reza_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۰ - ۱۲:۵۴
د شیخ مصري صنعتي پارک څخه لیدنه

یک شنبه مورخ ۱۷ جمادی الثانی ۱۴۴۵ / ۱۰ مرغومی ۱۴۰۲

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست ښاغلي نورالدین عزیزي د ننګرهار ولایت شیخ مصري صنعتي پارک څخه د یاد ولایت د صنعت او سوداګرۍ رئیس او خصوصی سکتورد استازوپه ګډون لیدنه وکړه.

په پیل کې د ننګرهار سوداګرو او صنعت کارانو ننګرهار ولایت ته د صنعت او سوداګرۍ وزیر له سفرڅخه مننه وکړه خپلې ستونزی او ننګونې يې ورسره شریکې کړې.

د ښاغلي عزیزی د صنعت کارانو او سوداګرو ستونزې واوریدې د ستونزو د حل ډاډ ترڅنګ يې د شیخ مصري صنعتي پارک د چهاردیوالۍ د قراردادي شرکت مسولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې او زیاته يې کړه،د صنعت وده او د سوداګرۍ پراختیا د اسلامي امارت له لومړیتوبونو څخه دي او په دې برخه کې به له هیڅ ډول مرستې او هلو ځلو دریغ ونکړو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲ - ۹:۲۸
Background image

په هرات ولایت کې لس فابریکې افتتاح شوې

سه شنبه په هرات ولایت کې د لسو صنعتي فابریکو د افتتاح مراسم ترسره شول. په دې مراسمو کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین ښاغلي مولوي احمدالله زاهد،

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۹:۱۱
Background image

نړیوالو بازارونو ته د افغاني محصولاتو د رسیدو په موخه ستر ګام

 نن یکشنبه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په حضور کې د یاد وزارت د سوداګرۍ چارو لوی رئیس الحاج ملا جنت ګل اخند،

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۴:۳
Background image

د پاکستان د HRL شرکت د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي برخو کې د پانګونې ژمنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، محترم مولوي احمدالله زاهد، د پاکستان

BACK TO NEWS