د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر او ورسره پلاوي د پاکستان د کورنیو چارو له مرستیال وزیر سره وکتل

anwar_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱/۳۰ - ۸:۵۷
د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر او ورسره پلاوي د پاکستان د کورنیو چارو له مرستیال وزیر سره وکتل

جمعه 20 شوال المکرم 1446 / 29 حمل 1404

د افغانستان د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر حترم الحاج نورالدین عزیزي او ورسره مل پلاوي په پاکستان کې د مېشته افغان کډوالو د ستونزو د حل په موخه په اسلام آباد کې د باکستان د  مرکزي حکومت کورنیو چارو وزارت له مرستیال محترم محمد خرم آغا سره ولیدل.

پدې لیدنه کې محترم الحاج عزیزي د افغان کډوالو په اړه د پاکستان د حکومت او شریف ولس د دوامداره لورینې څخه مننه وکړه او پدې وروستیو کې یې د هغوی د هغه جبري ایستلو په تړاو خپله جدي اندېښنه څرګنده کړه چې پدې وروستیو کې بشردوستانه او حقوقي اندېښنې یې را پارولې دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست په خپلو خبرو کې وویل : مونږ باور لرو چې د مهاجرینو په موضوع کې متقابل درناوی او همکاري د دوه اړخیز باور، د سیمې د ثبات او د اسلامي ورورګلوی د روحیې د ساتنې سبب کېږي.

 د خبرو اترو په دوام د افغانستان د اسلامي امارت پلاوي په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوړالو ستونزو ته د رسیدنې په موخه یو لړ وړاندیزونه پاکستاني لوري ته وراندې کړل چې له هغې نه د افغانستان، پاکستان او د مهاجرینو په چارو کې د ملګرو ملتو سازمان د عالي کمشنرۍ د استازو په ګډون د درې اړخیزې کومیټې جوړیدنه ترڅو د مهاجرینو د رضاکارانه بېرته راستنیدو چارې مدیریت او څارنه یې وکړي، د مهاجرینو د جبري ایستلو مخنیوی، مهاجرینو ته د شخصي مالونو د لېږد اجازه، په پاکستان کې د افغانانو د پانګونې حفاظت چې دا برخه حقوقي مسایل او ملکیتونه  له افغان دولت او د مهاجرینو په چارو کې د ملګرو ملتو سازمان د عالي کمشنرۍ سره په همغږۍ یوه موده ییز جدول ته اړتیا لري، او په دوام کې د مهاجرینو په چارو کې پر دوه اړخیزه، دوام داره او منظمو خبرو اترو او انساني حل لارو او د پاکستان له خوا د افغان کډوالو د تدریجي او مشورتي را ایستلو، وړاندیز وشو.

د دوه اړخیزې ناستې په ترڅ کې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د مرستیال په مشرۍ د هغه هېواد پلاوي له افغان کډوالو سره د سم چلند له ژمنې سره وویل چې: هغه افغان مهاجرو ته چې د مهاجرت کارت لري وخت ورکړل شوی دی او په ټول پاکستان کې هغه قانون عملي کېږي خو چې د قانوني اسنادو نه درلودونکي ټول بهرني وګړي نور دلته د ژوند اجازه نه لري.

نوموړي همدارنګه زیاته کړه چې مهاجرین نه زنداني کېږي او هغوی افغانستان ته د لېږد تر مودې د حاجیانو په کمپونو کې ساتل کېږي.

همدارنګه ددې لیدنې په ترڅ کې په دواړو هېوادو کې مږټر چلونکو او د دوی همکارانو ته د ویزې په ورکړه هم بحث او خبرې وشوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۳:۳۷
Background image

د افغانستان اسلامی امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال له خپل بنګله دیشی سیال سره وکتل

د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین مولوي احمدالله زاهد او ورسره مل پلاوي د بنګله‌دیش د صنعت او سوداګرۍ وزارت له مرستیال ښاغلي محبوب الرحمن

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۱:۱۰
Background image

نیمروز ولایت زرنج ښار کې دکورنیو تولیداتو او محصولاتو ملي نندارتون پيل شو

په زرنج ښار، نیمروز ولایت کې د کورنیو تولیداتو او محصولاتو درې ورځنی ملي نندارتون د سیکارام احمدي بازارموندنې شرکت او د صنعت او سوداګرۍ محترم وزارت په همکارۍ

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۱:۴
Background image

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، مولوي احمدالله زاهد د مل رسمي پلاوي او شاوخوا ٥٠ کسه ملي سوداګرو په ملتیا د بنګله‌دېش هېواد ته رسمي سفر وکړ

ټاکل شوې ده چې په دې سفر کې به د افغانستان او بنګله‌دېش ترمنځ پر دوه‌اړخیزو تجارتي اړیکو، د سوداګرۍ د پراختیا، د صادراتو او وارداتو د اسانتیاوو، او د ګډو پانګیزو

BACK TO NEWS