د صنعت او سوداګرۍ وزارت مشرتابه له وړو مالي تمویلاتو څخه د ملاتړ په کنفرانس کې ګډون وکړ

anwar_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۳ - ۱۱:۳۸
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مشرتابه له وړو مالي تمویلاتو څخه د ملاتړ په کنفرانس کې ګډون وکړ

چهارشنبه 11 جمادی الاول 1446 / 23 عقرب 1403

له وړو مالي تمویلونو څخه د ملاتړ کنفرانس د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر آخند،د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست محترم الحاج نورالدین عزیزي، د افغانستان بانک لوی رییس محترم نورمحمد آغا، د ځینو کورنیو او بهرنیو موسسو د چارواکو او تمویل کونکو په ګډون، نن چهارشنبه د ۱۴۰۳ لمریز کال د لړم(عقرب) په ۲۳ مه په کابل کې جوړ شو.

د ا.ا.ا د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست محترم الحاج نورالدین عزیزي پدې کنفرانس کې د هېواد د مرکزي بانک له مشرتابه څخه ددې ډول کنفرانسونو د جوړولو له امله قدرداني وکړه او د نړیوالې ټولنې بشردوستانه مرستو څخه یې په مننې سره وویل چې: د افغانستان اسلامي امارت د خصوصي سکتور له لارې د اقتصادي ودې او پرمختګ د پالیسۍ په درلودلو سره ‍له خصوصي تشبثاتو څخه ملاتړ ته چې د افغانستان د اقتصاد د ملا تیر جوړوي، د خپلو پروګرامونو په لومړي سر کې ځای ورکړی دی.

محترم الحاج عزیزي د خپلو خبرو په دام د صنعت او سوداګرۍ وزارت اړوند هغه اصلاحي قوانین، مقررې او پروګرامونه یاد کړل چې له خصوصي سکتور څخه د ملاتړ او دغه سکتور ته د لازیاتو آسانتیاوو د برابرولو، د صنعت د ودې، د ټولو لپاره د دندو د پیدا کولو، د ملي عوایدو د کچې د لوړولو، د صادراتو د زیاتوالي، د داخلي صنایعو په کچه خود کفایي او په ټوله کې د  یوه پیاوړي او جامع خصوصي سکتور له جوړښت څخه د ملاتړ لپاره په پام کې نېول شوي دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست محترم الحاج نورالدین عزیزي د خصوصي سکتور د ودې ملي او نړیوالو مارکیټونو ته د لاسرسي، د صادراتو د ودې، خلکو لپاره د دندو د پیدا کېدو، له نورو هېوادو سره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره د اساسي بنسټونو پر جوړولو په ټینګار سره، دغه کنفرانس د اقتصادي ماتې او ورشکستګۍ او په تېر کې د وړو مالي تمویلاتو د اړونده موسسو د فعالیت د کمښت د لاملونو د پیدا کولو او همدارنګه د نویو پروګرامونو د غوره او ښه تطبیق لپاره یو ښه فرصت و ګڼلو.

په پای کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست محترم الحاج نورالدین عزیزي له تمویل کوونکو څخه وغوښتل چې د شته ستونزو او ګواښونو په پام کې نیولو سره اوس هم په بېلابیلو برخو کې د اقتصادي پرمختګ او د خلکو د ژوند سطحې لوړولو لپاره شته فرصتونه و ارزوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۵:۹
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد د ازبکستان له لوړپوړي پلاوي سره وکتل

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال وزیر، مولوي احمدالله زاهد، نن په خپل کاري دفتر کې د ازبکستان هېواد د مرکزي آسیا د نړیوال انستیتوت له رئیس او

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۲ - ۲۰:۴۴
Background image

د "زموږ صنعت؛ زموږ ویاړ" ملي نندارتون په هلمند ولایت لښکرګاه ښار کې نن رسماً  پرانستل شو

لشکرګاه -  د هلمند ولایت په الماس جمنازیوم کې د حقمل نندارتون دایرلو او سیکارام احمدي بازار موندنې  خدماتي شرکتونو له خوا د صنعت

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۴:۴۴
Background image

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، ښاغلي مولوي احمدالله زاهد، نن په بنګله‌دېش کې د (BKMEA)تر چتر لاندې د ټوکر له یو شمېر سترو تولیدي فابریکو څخه لیدنه وکړه

(BKMEA)   (Bangladesh Knitwear Manufacturers & Exporters Association) د بنګله‌دېش له مهمو او اغېزمنو صنعتي اتحادیو څخه ده چې زرګونه د ټوکر تولیدوونکې فابریکې تر خپل چتر لاندې لري. دغه. . .

BACK TO NEWS