د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین له یو شمېر متقاعدو جنرالانو سره ملاقات وکړ

سه شنبه 15 ذوالقعدةالحرام 1446 / 23 ثور 1404
ښاغلي مولوي احمدالله زاهد، د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، نن مازیګر په خپل کاري دفتر کې د هیواد له یو شمېر متقاعدو جنرالانو سره چې ښاغلی جنرال شعور ګل پشتون يې مشري کوي او خپل ملاتړ یې د اسلامي امارت څخه اعلان کړی دی، ملاقات وکړ.
په دې ملاقات کې یادو جنرالانو اسلامي امارت د خلکو د امنیت او رفاه لپاره ژمن او په سیمه کې یو متحد حکومت وباله.
نوموړيو د اسلامي امارت د حکومتدارۍ له بهیر څخه خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه چې اوس مهال په هېواد کې د صنعت په برخه کې بوخت دي او چمتو دي چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت په همکارۍ، په دې برخه کې لا زیاته پانګونه وکړي.
ښاغلي زاهد، د هېواد له متقاعدو جنرالانو څخه په تود هرکلي سره، د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه، له اسلامي امارت څخه د دوۍ ملاتړ یې و ستایه او ټینګار یې وکړ چې اسلامي امارت به له هر ډول شخصي چلندونو څخه پرته، د توانا او تجربه لرونکو کسانو له تجربو څخه ګټه پورته کړي.