د غزني ولایت له صنعت کارانو او سوداګرو سره لیدنه

سه شنبه : د کب ۱۷مه ۱۴۰۰
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د صنعت او سوداګریزو چارو مرستیال ښاغلی مولوی قدرت الله جمال د غزنې ولایت د صنعت کارانو د اتحاديې له رئیس او غړو سره د ددې وزارت د یو شمیر رئیسانو په شتون کې د وزارت د غونډو په تالارکې ولیدل او د هغوی د چارو پر وړاندې د شته خنډونو او ستونزو په هکله يې خبرې وکړی.
د غزنې ولایت صنعت کارانو په یاد ولایت کې د اومه توکو د کموالي،د ګاونډیو هیوادونو د تولیداتو په وارداتو،تولیداتو کې د ناسالم رقابت شتون، په بهرنیو نښو سره کورني تولیداتو عرضه ، د فعالو صنعتي ښارګوټو نشتون او نورې ستونزې په ګوته خپل وړاندیزنه او غوښنې يې څرګندې کړی.
د صنعتي ښارګوټو عمومي رئیس د ګډونوالو لخوا په هغه ۱۹ موضوعاتو په هکله چې په غونډه کې وړاندې شوې وویل: باید یاد موضوعات په کتبې ډول د حکومت سره شریک کړاي شي،ترڅو قانونې بڼه غوره کړی ،نوموړي ژمنه وکړه چې یاد ولایت ته به یو پلاوی واستوي ترڅو د صنعتي ښارګوتې د ستونزو په هکله څیړنه وکړي او راپور يې د وزارت مشرتابه سره د لا ښو پریکړو په هکله شریک کړی.
نوموړی زیاته کړه چې د تاریخ تیرو موادو او احتکار کمیټه به هر څه ژر په غزنې ولایت کې خپلې څیړنې ترسره کړی.
په پای کې د صنعت او سوداګریزو چارو مرستیال ښاغلی مولوی قدرت الله جمال ددې خبرې په څرګندولو سره چې د دې وزارت دورازې د خصوصی سکټور او صنعت کارانو پرمخ پرانیستې دی ،زیاته کړه: چې په بازارونو کې د ډالرو د تبادلې ،بانکونو او صرافیو پورۍ اړونده ستونزې د اقتصاد د عالی شورا په کمیسون کې تربحث لاندې نیول کیږی او ستونزي به حل شی.
ښاغلی جمال زیاته کړه موږ به ستاسي ټولو ستونزوته رسیدګې وکړو د ا.ا.ا سره هیڅ ډول سمتي او قومي موضوعات د بحث وړ نه دي.