د لوګر ولایت ته د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین سفر
۱۴۰۱/۴/۲
د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین محترم مولوي قدرتالله جمال تیره ورځ دخپل سفر په لړ کې د لوګر ولایت د صنعت او سوداګرۍ له آمریت څخه لیدنه وکړه او د دې آمریت کاري بهیر یې له نژدې څخه وکوت.
د لوګر ولایت د صنعت او سوداګرۍ آمر محترم مولوي سرور د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین له راتګ څخه مننه وکړه او خپل وړاندیزونه او ستونزې له ښاغلي جمال سره شریکې کړې.
محترم مولوي قدرتالله جمال د لاډیرو سهولتونو د رامنځته کیدو ژمنه څرګنده کړه او وویل، موږ په پام کې لرو تر څو د ولایتونو ټول آمریتونه ریاستونو ته ارتقاع ورکړو.
په همدې لړ کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین د یاد ولایت له صنعتي پارک څخه هم لیدنه وکړه او د پار ک د ساتنې او څارنې باندې د ټینګار تر څنګ یې وویل، الحمدالله په دې پارک کې د پانګې اچونې لپاره ښه زمینه برابره ده او له مسئولینو څخه یې وغوښتل تر څو پانګوال د پانګې اچونې په موخه دلته و هڅوي.
د یادونې وړ ده چې د لوګر ولایت د صنعتي پارک مساحت ۵۰۰جریبه ځمکه ده چې د لومړي فاز زیربنایی کار په ۲۵۰ جریبه ځمکه کې بشپړ شوی دی او د ګټې اخیستنې لپاره چمتو ده.