د مرکزي ثبت او فکري مالکیتونو له ریاست څخه د مرستیال وزیر کتنه
د صنعت او سوداګري وزارت مرستیال ښاغلي مولوي قدرت الله جمال نن ورځ د مرکزي ثبت او فکري مالکیتونو له ریاست څخه تفصیلي لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې چې د یاد ریاست رئيس ښاغلی قاضي زاده هم ؤ د ریاست لخوا وړاندې کېدونکو چوپړتیاو او د غوښتونکو د اسنادو د طی مراحل له چارو څارنه وشوه. ښاغلي جمال د لیدنې په مهال مسؤلینو او کارکؤنکو ته د چارو د ښه والي او چټکتیا لارښوونه وکړه.