د مرکزي ثبت او فکري ملکیتونو له ریاست څخه لیدنه وشوه
یکشنبه:دجوزا/غبرګولي۱۵مه ۱۴۰۱
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال وزیر ښاغلي مولوي قدرت الله جمال د مرکزي ثبت او فکري ملکیتونو له عمومي ریاست څخه لیدنه ترسره کړه. د لیدنې په ترڅ کې د یاد ریاست د کاري دفترونو تفصیلي کتنه او ارزونه وشوه.
ښاغلي جمال د کارونو په شفافیت، مؤثریت او چټکتیا د ټینګار وکړ او د کارکؤنکو ستونزې يې له نژدې واورېدې. نوموړي د ریاست کارکؤنکو ته لارښوونه وکړه چې په خپلو فعالیتونو کې لا ډېر ښه والی راولي او د مراجعینو کارونه په ژمنتیا او اخلاص اجرا کړي.
هېره دې نه وي چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سوداګریزو چارو د ودې لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړې او موخو ته د رسېدو لپاره ریښتینې ګامونه اخلي.