د مستهلک نړیوال سازمان د ایجاد طرحه د بیاکتنی او پریکړه کوونکی کمیټه غونډه
دوشنبه مورخ 18 جمادی الاول ۱۴۴۴ / ۲۱لېندۍ ۱۴۰۱
د مستهلک نړیوال سازمان د ایجاد طرحه د څیړنې او پریکړه کوونکی کمیټه د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ښاغلي مولوی قدرت الله جمال په مشری ترسره شوه.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال د دی طرحې پر بډایه کول ټینګار وکړ چي د تدقیق وروسته به د ا ا ا محترم کابینې ته د تایید لپاره وړاندی کیږي
او همدا راز د لا زیات تدقیق او څیړنۍ وروسته به د ملګرو ملتونو سازمان ته واستول شي.
د یادونې وړ ده چي د دی نهاد د ایجادولو نظریه د صنعت او سوداګرۍ وزارت لخوا د ملګرو ملتونو سازمان په ویب پاڼه مخکی هم خپره شوې و.