د ممیزو د صادراتو د ادارې د مدیره پلاوي غونډه جوړه شوه
پنجشنبه ۱۶ ربیع الاول ۱۴۴۶ / ۲۹ وږی ۱۴۰۳
د افغانستان د ممیزو، میوه جاتو، سبزیجاتو او طبي بوټو د صادراتو د پراختیا ادارې د مدیره پلاوي غونډه د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست او د یادې ادارې د مدیره پلاوي مشر محترم الحاج نورالدین عزیزی په مشرۍ او د ادې ادارې د عامل پلاوي د رییس محترم سیدعظیم مصطفی هاشمي او د ممیزو د صادراتو د پراختیا ادارې د مدیره پلاوي د نورو غړیو په ګډون جوړه شوه.
پدې ناسته کې چې د سنبلې په ۲۹مه جوړه شوې وه، په لومړي سر کې د یادې ادارې د عامل پلاوي رییس د یادې ادارې د یوه کال د فعالیتونو او لاس ته راوړنو او د یادې ادارې د څار کمیټې رییس په تېر یوه کال کې د مالي حساباتو ( عوایدو او مصارفو) د څېړنې او ارزونې په اړه غونډې ته خپل راپورونه وړاندې کړل.
د غونډې په دوام د ۱۴۰۳ لمریز کال لپاره پر تشکیل او بودېجې، د صادراتي تدابیرو د پلان پر وړاندې کولو،د نوي مدیره پلاوي د ټاکلو او د صادراتو د حجم او ارزښت د زیاتولو او بدیلو صادراتي لارو پر لټولو بحث او د نظرونو تبادله وشوه.
همدارنګه پدې ناسته کې د افغانستان د ممیزو، میوه جاتو، سبزیجاتو او طبي نباتاتو د صادراتو د پراختیا ادارې پر اساسي او بنسټیزو فعالیتونو په ټینګار سره د هېواد د صادراتو د زیاتوالي په تړاو د یادې ادارې پر وړاندیزونو غور وشو او ورته رسیدنه وشوه.