د هرات ــــــ تورغونډۍ د لارې د معترضو موټر چلونکو سره لیدنه

yonus_shafaq
یکشنبه ۱۴۰۰/۱/۲۲ - ۱۵:۶
د هرات ــــــ تورغونډۍ د لارې د معترضو موټر چلونکو سره لیدنه

چهارشنبه  دوری ۱۸ مه  ۱۴۰۰

د صنعت او سوداګرۍ وزیر ښاغلي نثاراحمد غوریانی  د هرات ـــ تورغونډۍ د معترضو ډیرورانو سره د اسلام کلا ګمرک کې د هغوي د سوځیدلو موټرانو د خساراتو د جبران په هکله يې یاده لاره تړلې ده ولیدل او د هغوې د غوښتنو په هکله يې ورسره خبرې وکړې .

په دې لیدنه کې د هرات ولایت د پانګوڼې او سوداګرۍ خونې رهبرۍ غړو هم ګډون درلود د دولت له لورې د خسارې د ورکړې په څرنګوالي او د هرات ترانزیټې لارې د خلاصون په هکله د اعتراض کوکو لخوا خبرې وشوې.

دصنعت او سوداګرۍ ښاغلي وزیر نثار احمد غوریاني د حکومت لخوا د اسلام کلا د ګمرک د اورلګیدنې  له امله زیانمن شوي موټر چلوونکو ته دخسارې د جبران  په ورکړې ټینګار وکړ او د لاریون کونکو څخه يې دترافیکې ازدهام د لمنځه وړلو لپاره  د هرات - تورغونډۍ لارې  د بیا پرانیستو غوښتنه وکړه.

ښاغلي غوریاني  زیاته کړه چې  دولت رهبري ټولو هغه موټر چلوونکو ته چې دهرات په اسلام کلا ګمرک  په اورلګیندنه کې زیانمن شوي دي د هغوې د خسارې جبرانوې، لاریون کونکي  دې په دې هکله اندیښنه نلري.

همدا راز د هرات د سوداګرۍ او پانګونې  اتاق مشرتابه ، له دولت څخه غوښتنه کوي چې لاریون کونکو  ته د خساره په ورکړه ټینګار کوی، اوله هغوې  څخه غواړې چې د هرات - تورغونډۍ ترانزیټې او سوداګریزه لاره  پرانیزي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۴:۵
Background image

د ا.ا.ا.  د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي اړیکو رئيس او د صنعتي پارکونو له لوی رئیس، د هند د ټوکر (ټکسټایل) وزارت له مسوولینو سره وکتل

په دغه ناسته کې د افغانستان او هند تر منځ د اقتصادي او صنعتي همکاریو پر پراخېدو او پیاوړتیا په ځانګړي ډول، دواړو خواوو د پنبې د تولید او پروسس، د بشري ظرفیت لوړونې، د صنایعو د معیاري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۵:۵۲
Background image

د ریاست الوزرا عالي مقام اقتصادي مرستیال الحاج ملا براردر اخند په کندهار ولایت کې د نساجي صنعتي پارک په رسمي ډول افتتاح کړ

په یاد صنعتي پارک کې د سړکونو جوړولو او کانالیزاسیون پروژه هم پیل شوه چې څه باندي ٢٨ میلیونه افغانۍ ارزښت لري چې د یاد صنعتي پارک

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

لوګر کې د مس‌عینک تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ ملي نندارتون پرانستل شو

د کورنیو محصولاتو او تولیداتو دغه نندارتون، چې د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رياست په همکاري د مسلم ابراهیمي بازار موندنې شرکت له خوا

BACK TO NEWS