د هېواد د صنعت کارانو ستونزې واوریدل شوې

anwar_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۵ - ۱۵:۳۴
د هېواد د صنعت کارانو ستونزې واوریدل شوې

دوشنبه ۲۳  جمادی الاول ۱۴۴۶ / ۵ لینډی ۱۴۰۳

د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین محترم مولوی احمدالله زاهد، نن دوشنبه د ۱۴۰۳ لمریز کال د لیندۍ (قوس) په پنځمه د افغانستان د صنایعو او معادنو خونې له مرستیال محترم سخی‌احمد پیمان، د هرات د صنایعو او معادنو خونې رییس محترم حمدالله خادم او د هېواد له یو شمیر صنعت کارانو سره ولیدل.

پدې لیدنه کې د هېواد صنعت کارانو خپلې ستونزې او هغه ننګونې چې د دوی د صنعتي فعالیتونو پر لاره پرتې دي، د صنعت او سوداګرۍ وزارت له معین سره شریکې کړې او له صنعتي فابریکو څخه د لا زیات ملاتړ غوښتونکي شول.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین محترم مولوی احمدالله زاهد، دوی ته د ښه راغلاست په ویلو د هغوی ستونزې او ننګونې واوریدې او پر دې ټکي یې به ټینګار سره چې پدې وزارت کې دوی د هېواد د خصوصي سکتور په خدمت کې دي، څرګنده کړه چې د صنعتي ساحو د قانون تر لاسلیک او په رسمي جریده کې د هغې تر نشر وروسته اوس د صنعتي ساحو پر طرزالعمل کار روان دی.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین زیاته کړه چې د سوداګریزو نښو د ثبت په تړاو ستونزو ته رسیدنه کېږي او پدې برخه کې د لا زیاتو آسانتیاوو د راوستلو په موخه لا هم هڅې روانې دي.

محترم مولوي زاهد همدارنګه په صراحت سره وویل چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مشرتابه د خصوصي سکتور د استازو په توګه د تعرفې په کمیټه کې  د دوی له فعالیتونو او اړتیاوو څخه هر اړخیزه ملاتړ کړی او کوي به یې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲ - ۸:۳۱
Background image

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین په مشرۍ د پاکستان سفر مهمې پایلې

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین مولوي احمدالله زاهد په مشرۍ لوړپوړی پلاوی له دوه ورځني سفر وروسته له پاکستانه کابل ته را ستون شو. یاد سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱ - ۱۴:۴۲
Background image

د دوه ورځنیو هر اړخیزو بحثونو وروسته، افغانستان او پاکستان د زراعتي توکو پر ترجیحي تعرفو د کمښت هوکړه وکړه

د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین، مولوي احمدالله زاهد، د افغانستان له سفیر مولوي سردار احمد شکیب او مل پلاوي سره یو ځای، د پاکستان د سوداګرۍ وزارت له

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱ - ۸:۵۸
Background image

د افغانستان او پاکستان د صنعت او سوداګرۍ وزارتونو ترمنځ لیدنه او رغنده بحثونه

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت د صنعت او سوداګرۍ چارو معین او ور سره مل پلاوي نن سه شنبه د پاکستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت له یوه لوړپوړي

BACK TO NEWS