د کرنې او مالدارۍ خونې مشرتابه سره ګډه غونډه

yonus_shafaq
یکشنبه ۱۴۰۰/۱/۲۲ - ۱۵:۳۲
د کرنې او مالدارۍ خونې مشرتابه سره ګډه غونډه

چهارشنبه د وری۱۸ مه ۱۴۰۰

د افغانستان د صنعت اوسوداګرۍ او کرنې او مالدارۍ خونې د رهبری پلاوې  ګډه غونډه د یاد وزارت د شهید سید مصطفی کاظمي د غونډو په تالار کې ترسره شوه .

د غونډې په پیل کې ، د صنعت او سوداګرۍ وزارت د صنعتي پارکونو عمومی رییس ښاغلي محسن سادات وویل چې د صنعت او سوداګرۍ  وزیر ښاغلي نثار احمد غوریاني د لارښونې سره سم ، دغه وزارت د افغانستان د کرنې او مالدارۍ اطاق د مشرتابه سره په همغږۍ مکلف دی چې په نږدې راتلونکي کې  د دې اطاق د رهبرۍ پلاوې د ټاکلو لپاره ټاکنې ترسره کړي.

پدې ناسته کې ، د ټاکنو د ترسره کولو د څرنګوالي په  میکانیزم ، دترسره کیدو وخت او د ټاکنود چمتو والې  په اړه خبرې وکړې.

همدارنګه دصنعت او سوداګرۍ  وزارت د حقوقی چارو ریاست او داطاقونو فدراسیون مشورتي برخې دصنعت او سوداګرۍ د وزیر ښاغلي نثار احمد غوریاني تر لارښوونې لاندې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ د اطاقونو ټاکنو لپاره کړنلاره چمتو کړې ده .

دصنعت او سوداګرۍ وزارت د اقتصاد عالی شوارله تصویب څخه وروسته مکلف دې چې د  ټاکنو خپلواک کمیسیون سره په همغږی د افغانستان د کرنې او مالدارۍ اطاق د اطاقونو د قانون د یاد اطاق ټاکنې ترسره کړی.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۹:۲۹
Background image
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۸:۲۴
Background image

د چین د نړیوالې سوداګرۍ د ودې شورا مرستیال او د افغانستان ا.ا د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال تر منځ د لیدنې راپور

د چین د نړیوالې سوداګرۍ د ودې شورا مرستیال ښاغلي چین جیانان د افغانستان ا.ا د د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال  او پلاوي ته تود هرکلی

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۵ - ۸:۳۱
Background image

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین مولوي احمدالله زاهد د چین هیواد د ګمرکونو د عمومي ادارې له مرستیال سره و کتل

تیره ورځ د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال، ښاغلي احمدالله زاهد، د چین د ګمرکاتو د عمومي ادارې له مرستیال سره رسمي کتنه ترسر

BACK TO NEWS