د کرهنیزو ماشینونوپه  تولید کې د پانګوونې زیاتوالی

reza_admin
شنبه ۱۴۰۰/۳/۱ - ۱۳:۳۰
د کرهنیزو ماشینونوپه  تولید کې د پانګوونې زیاتوالی

چهار شنبه دغوايي۲۹ مه ۱۴۰۰

په ننګرهار ولایت کې د جاوید افغان صنعتي فابریکې دکرهڼېزو ماشین الاتو د تولید په برخه کې  خپلې پانګونې کې زیاتوالې راوستی دی.

دغه فابریکه چې په ۱۳۸۳ لمریز کال يې په یاد  ولایت کې په فعالیت پیل وکړ، اوس یې خپله پانګونه لس میلیونه ډالرو ته لوړه کړې ،او د ننګرهار ولایت له سلو څخه زیاتو اوسیدونکو ته يې د کار زمینه برابره کړې ده .

 د جاوید افغان صنعتي فابریکه  سربیره پر دې چې خپل  تولیدات کوردننه پلورې له ۲۰۱۹ زیږدیز کال راهیسې یې د تاجیکستان هیواد ته يې ۶۰ تریشل صادر کړي دي .

د دې فابریکې خاوند وايي چې دوی خپل د  اړتیا وړ ۹۵ سلنه اومه  توکي کور دننه ترلاسه کوي چې په نږدې  راتلونکي کې به خپل تولیدات ازبکستان هیوادته هم صادر کړي.

د صنعت او سوداګرۍ  وزارت مشرتابه تل هڅه کوي چې د هیواد اقتصادي ودې  او د ځان بسیاینې لپاره د خصوصي سکتور او صنعت کارانو هراړخیز ملاتړ وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۳ - ۱۴:۵
Background image

د ا.ا.ا.  د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي اړیکو رئيس او د صنعتي پارکونو له لوی رئیس، د هند د ټوکر (ټکسټایل) وزارت له مسوولینو سره وکتل

په دغه ناسته کې د افغانستان او هند تر منځ د اقتصادي او صنعتي همکاریو پر پراخېدو او پیاوړتیا په ځانګړي ډول، دواړو خواوو د پنبې د تولید او پروسس، د بشري ظرفیت لوړونې، د صنایعو د معیاري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۸ - ۱۵:۵۲
Background image

د ریاست الوزرا عالي مقام اقتصادي مرستیال الحاج ملا براردر اخند په کندهار ولایت کې د نساجي صنعتي پارک په رسمي ډول افتتاح کړ

په یاد صنعتي پارک کې د سړکونو جوړولو او کانالیزاسیون پروژه هم پیل شوه چې څه باندي ٢٨ میلیونه افغانۍ ارزښت لري چې د یاد صنعتي پارک

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۱:۴۹
Background image

لوګر کې د مس‌عینک تر سرلیک لاندې درې ورځنۍ ملي نندارتون پرانستل شو

د کورنیو محصولاتو او تولیداتو دغه نندارتون، چې د لوګر د صنعت او سوداګرۍ رياست په همکاري د مسلم ابراهیمي بازار موندنې شرکت له خوا

BACK TO NEWS